لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند نن  د پاکستان د بالستیکی توغندی د ازموینی نه ېوه ورځ وروسته د لنډ واټن توغندی وازمایه - 2004-11-30


هند نن ، د خپل رقیب، پاکستان د بالستیکی توغندی د ازموینی نه ېوه ورځ وروسته، چه د اتومی وسلی د وړولوقابلیت لری، د لنډ واټن توغندی وازمایه. د هند د دفاعی څیړنی د موسسی مامورین وایی، د ځمکی نه هوا ته ویشتونکی دغه توغندی، د اوریسا د ایالت په ساحل کی د توغولو د یوه گرځنده مرکز نه وتوغول شو. دوی وایی، اکاش نومی توغندی، ٢٥ کیلومتره لیری هدفونه ویشتلی شی او د ٥٥ کیلوگرامونه درنه گولی هدف ته رسولی شی. پرون پاکستان غزنوی نومی توغندی، چه د ځمکی نه فیر کیږی اوپه ځمکه باندی ان تر ٢٥٠ کیلو متروپوری لیری هدف ولی، و ازمایه. دجنوبی اسیا دوه اتم بم لرونکی رقیب قوتونه ، تل د اتومی سیستمونوازموینی کوی او عموما د ازموینو نه مخکی یو بل ته خبر ورکوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG