لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورکه شوی  امریکایې الوتکه  پرون د بامیان  په ولایت کی پیدا شوې ده  - 2004-12-01


د امریکا اردو وایی د څارني یوه هیات د هغي امریکایی الوتکي ټوټې پارچې پیدا کړي دي چی په بامیان کی را لویدلې او په کی سپاره ټول شپږ کسه مړه شوي وو .

یوه نظامی نطاق وویل ‏‎ ډوله الوتکه چی درې امریکایی عسکر او درې ملکي امریکائیان په کی سپاره وو پرون په هغه ولایت کی پیدا شوې ده . هغه وایی داسی نښي نښانې نه شته چی وښئی دا الوتکه دي چا ویشتلې وی او دا چی د هغې د را لویدو په باب تحقیقات پیل شوي دي .

دا الوتکه چی قرار داد یې د امریکا اردو کړی و د تیری شنبې په ورځ سمدستی وروسته له هغه ورکه شوه چی د بگرام د هوایی اډې نه یې د یوه نامعلوم ځای په خوا پرواز وکړ .

مامورین وایی دا کوچنۍ الوتکه د لنډو پروازونو د پاره وه او داسی جوړه شوې وه چی د افغانستان گوښه سیمو ته چی د امریکا په مشري قواوي په طالبانو او د القاعده په غړو پسې گرځی عسکر او سامانونه ورسوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG