لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده ایالاتو دفاع وزیر دانلد رمزفلد  په یوه ناڅاپی او غیر اعلان شوی  سفر عراق  ته تللی دی  - 2004-12-24


د متحده ایالاتو دفاع وزیر دانلد رمزفلد د عراق په شمالی ښار موصل کی پر امریکایی عسکرو باندی د وژونکی سختی حملی نه دری ورځی وروسته په یوه ناڅاپی او غیر اعلان شوی سفر عراق ته تللی دی تر څو په عراق کی څو پوځی مرکزونو کی امریکایی عسکرو سره وگوری. د امریکا دفاع وزیر نن موصل ته نږدی په یوه پوځی کمپ کی عسکرو ته وویل چی که څه هم چی اوس په عراق کی حالات ښه نه ښکاری خو بیا هم امریکایی قواوی به په عراق کی د تندروو په مقابل کی بری تر لاسه کی. د هغه دا سفر وروسته له هغی پلان شو چی مقاماتو په موصل کی د بم د چادونی په باب په تحقیقاتو بوخت و .

دوی غوښتل دا معلومه کړی چی د سه شنبې په ورځ څنگه دا مسلح تندرو د امریکایی قواو پوځی مرکز ته ور دننه شو او په حمله کی یی دوه ایشت تنه چی زیاتره یی امریکایی عسکر و ووژل.

ښاغلی رمزفلد وروسته په تکرک کی د پوځی مرکز نه هم لیدنه وکړه هغه همداشانی د دی مراکزو نه بهر د فالوجه ښار ته هم چی تیره میاشت د تندرو یاغیانو په خلاف پکی درانه پوځی تعرضی عملیات پیل شوی و ،ورغی.

امرکیایی قواو د پنجشنبې په ورځ د فالوجه ښار د تصفیوی عملیاتو لاندی نیولی و او د عملیاتو نه وروسته تقریباً دوه سوه کورنیو دی ته انتظار و چی بیرته خپلو کورونو ته ستانه شی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG