لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناتو د پلانونو سره سم ایټالوی عسکر افغانستان ته را روان دي  - 2005-03-02


ایټالوی عسکرو د ناتو د پلانونو سره سم چی غواړی په افغانستان کی یې قواوی زیاتی شی دغه هیواد ته په تگ شروع کړې ده .

په افغانستان کی د آي اس ای آف یا د نړۍ وال امنیت د ساتنی د مرستندوی قواو ترکي قوماندان ډگر جنرال ایتم ایرداگي وویل چی ایټالوی عسکرو نن هرات ته په راتگ شروع وکړه . ټاکل شوې د هسپانیې ، یونان ، او لتوانیا عسکر هم وروسته دغي سمي ته ورسیږی .

ناتو په ٢٠٠٣ یم کال کی د آی اس آف د قواو قومانده په خپل لاس کی واخیستله . او تر اوسه یې عسکر یواځی په کابل او د افغانستان په شمال کی پراته دي . د ناتو ددفاع وزیرانو چی تیره میاشت یې په فرانسه کی غونډه وکړه د سولي ساتنی ددغه ماموریت پلانونه منظور کړل .

امریکا په افغانستان کی د ناتو د قواو په زیاتیدو باندی ځکه فشار اچولئ دی چی په خپلو عسکرو باندی یې چی په هغه ملکی هره خوا خپاره واره دي پېټی سپک شی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG