لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان جمهورریس حامد کرزی د اروپایی ټولنی او د امریکا د متحده ایالاتو  نه غوښتی دی چی باید د  جنگ ځپلی افغانستان سره د مرستو دپاره د اوږدی مودی ژمنی وکړی. - 2005-05-10


د افغانستان جمهورریس حامد کرزی د اروپایی ټولنی او د امریکا د متحده ایالاتو نه غوښتی دی چی باید د جنگ ځپلی افغانستان سره د مرستو دپاره د اوږدی مودی ژمنی وکړی.

ښاغلی کرزی دغه غوښتنه د اروپایی پارلیمان غونډی ته د وینا په وخت کړیده او ویلی دی چی د اروپا د مرستو په برکت دده په هیواد کی د خلکو ژوند ورځ په ورځ بهتره کیږی،

هغه دا هم وویل چی افغانستان نه یوازی دا چی مرستو او ملاتړ ته ضرورت لری بلکی غواړی چی دا مرستی تر هغی دوام وکړی ترڅو افغانستان پخپله په پښو ودریدلی نه وی.

جمهووریس کرزی ویلی دی چی دا کار به ډیر وخت ونیسی چی افغانستان ددی جوگه شی چی د خلکو نه مالیی راغونډی کړی او خپل اقتصاد پری وچلوی.

هغه داهم وویل چی امریکا او ملگری ملتونه هم باید د افغانستان سره د خپلی همکارئ په ژمنو ټینگ ودریږی.

اورپا ته د خپل سفر په جریان کی به ښاغلی کرزئ په بروکسیل کی د ناټو په کانفرانس کی هم برخه اخلی او د بیلجیم د چارواکو سره به هم خبری کوی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG