لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د گوانتانامو په زندان کی د قرآن شریف سپکاوی - 2005-05-11


افغاني مقامات وایی د هغه رپوټ د خپریدو نه وروسته چی وایی امریکایی مفتشانو د گوانتانامو په زندان کی د قرآن شریف سپکاوی کړی سختی مظاهرې شوی چی لږتر لږه څلور کسه په کی وژل شوي او په لس هاوو نور زخمی شوی دي چی د ځینو حال سخت دی . دا مظاهرې نن په جلال آباد کی وشوې او پولیسو ددې د پاره چی مظاهره چیان خواره واره کړی پر هغوی باندی ډزی وکړې . په سل هاوو خلکو نارې وهلې چی مړه دی وی امریکا . هغوی د ښار لارو کوڅو ته ننوتل موټر یې په ډبرو وویشتل او وران ویجاړ یې کړل ، دوکانونه یې هم وران کړل او په امریکایی عسکرو باندی یې د ډبرو وارونه وکړل . مظاهره چیانو دغه راز د ملگرو ملتو په ودانیو او دیپلو ماتیکی دفترونو باندی هم حملې وکړې . د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي وویل چی ددې نه داسی ښکاری چی افغاني مؤسسات تر اوسه لا هم دې ته چمتو نه دي چی دداسی پېښو سره څنگه برخورد وکړی . امریکا د قرآن کریم سپکاوئ چی رپوټ یې د نیوز ویک مجلې خپور کړی غندلئ دئ . د امریکا اردو ویلی دی چی په دې باب تحقیقات کوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG