لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزي هغو امریکایی عسکروته سخته سزا غوښتې چی د افغاني بندیانو سره یې بد سلوک کړی دی - 2005-05-21


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وایی دده حکومت په افغانستان کی د امریکا په نظامی عملیاتو باندی کنټرول او د افغاني بندیانو ښه ساتنه او حراست غواړی . هغه دا وینا وروسته له هغه وکړه چی په یوه رپوټ کی په افغانستان کی د امریکا په یوه نظامی اډه کی د بندیانو په حقوقو باندی د تیریو خبرونه خپاره شول . هغه نن په کابل کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل ده د نیویارک ټایمز د هغه رپوټ په خپریدو ټکان وخوړ چی په کی د امریکا د پوځ د یوه پټ او سری سند په حواله ددغو تیریو ذکر شوی دی. ښاغلي کرزي د هغو نظامی افرادو په مقابل کی چی دا تورونه پر ثابت شی د امریکا د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده . هغه وویل چی دا موضوع به په واشنگټن کی د امریکا د جمهور رئیس بوش سره د خپل راتلوکي ملاقات په وخت وڅیړی . د پوځ رپوټ چی پرون د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کی خپور شوئ وایی چی د اردو هغو ځوانو عسکرو چی سمه نظامی روزنه نه وه ورکړه شوې سر په سر د بندیانو حقوق پایماله کړی دي . امریکایی مامورینو به پخوا ویل چی داسی کارونه ډیر نادر پېښیږی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG