لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کی دیرش تنه په کولرااخته شویدی - 2005-06-14


افغان مامورین وایی په کابل کی د دوه زرونه د زیاتواسحالی ناروغانوپه جمله کی دیرش تنه په کولرااخته شویدی، خوداسی ښکاری چه دوبا خطر نشته دی.

د روغتیا د وزارت مامورین وایی په تیرو،دریوهفتو کی د کولرا پیښی ولیدل شوی، اوحکومت فوری اقدام وکړچه په څاگانوکی د کلورینوپه اچولواوبه پاکی وساتی.

دغه مامورین وایی ٥٠٠ کسه تراوسه پوری بستریی شویدی اودیرش کسه په کی کولرا نیولی دی. مگر دوی دا خبره کړیده چه په دی ورځوکی اسحالی ناروغی، چه کولرا ترینه پیداکیږی،ډیره شویده.

په کابل کی د ملگروملتونودماشومانودچارود اداری، یونسف، یو،ماموروایی په دی کی هیڅ شک نشته چه هغه شرایط چه کولرا تری پیداکیږی، خپریږی.

دی وایی ده ته به دا د حیرانتیا خبره نه وی که چیری په اینده ورځوکی واوری چه خلک کولرا نیولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG