لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دزيارتونوعرسونه اؤ ميلې


مسلمانان دخپلو اولياء کرامو، مذهبي او روحانى مشرانو زيات احترام کوي او دنيا څخه درحلت نه پس يې په قبرونو لوړګمبدونه جوړوي چې په مزارونو او زيارتونو بللى شي. صوفياء چې په کومو ورځو شپو کې ددنيا نه رحلت وکړي نو نزدې عقيدتمند يې بيا هر کال په هغو ورځو شپو عرس نمانځي.
دعرس نيټه دمزارونو او زيارتونو دګدي نشن او خليفه ګانو لخوا ټاکلى شي.
داکثرو اولياؤ عرس څو څو ورځې او څو څو شپې جاري وي . دعرسونو په موقعو زياتره زيارتونو سره نزدې خواؤشا ميلې هم لګيدلې وي چې دعرس دختميدو پورې جاري وي دا عرسونه او ميلې بهارت، روم، شام، دهلي، بغداد، عراق، دپاکستان ګجرات، کراچۍ، سندهـ، بهاؤلپور، ډيره غازى خان، سرګودها ، پاک پتن ، ملتان ، پيښور، مردان، اټک ، ګنداؤ، سوات، چارسده او نورو ځايونو کې دپخوا راهسې جاري دي.
بغداد کې دشيخ عبدالقادر جيلانى(رح) بهارت کې دخواجه معين الدين چشتي المعروف غريب نواز (رح) او پاکستان کې فريدالدين مسعود ګنج شکر المعروف بابا فريد(رح)، سخى شهباز قلندر، عبدالله شاه غازى، بري امام ، ګولړه شريف سيد مهر على شاه ، عبدالرحمان بابا ، پيربابا، سيدوشريف، اصحاب بابا، ترنګزو حاجى صيب،محمد امين حاجى صيب،داداجي شاه فلک ديشانو باباجى ، کوهستان بابا، محمدشريف المعروف ستاربابا(رح)، اټک حضرت جي صيب، کاکا صيب او نورو ګڼو صوفياء کرام (رح) عرسونه نمانځل کيږي.
هر کال کې په بيلا بيلو نيټو کيدونکو دې عرسونو له دلرې او نزدې سيمو عقيدتمند ډير احترام سره راځي اؤ دعرس په موقعو دلرې لرې ښارونو عقيدت مند ددغو اولياء کرامو مزارونو ته ډالۍ هم وړي.
دډالۍ وړلو طريقه داسې وي چې ديو پير په مشرۍکې ديوښار يا سيمې عقيدت مند راټول شي ځان سره په مزار دغوړولو دپاره څادر واخلي او دمجمعې په شکل کې دلويو لويو بيرغونو سره پياده روان شي چې په لاره ددغه جلوس سره نور نور خلق ملګري کيږي، ملنګان او عقيدت مند په ټوله لاره ډول غږوي او ګډاګانې کوي او دغسې په سوونو ميله مزلې دغه عقيدت مند پياده په څو څو ورځو او شپو کې ترسره کوي.
زياتره عرسونه بزرګه مياشت(جولائى ، اګست) کې کولىشي. قريباً دهر زيارت دعرس په موقعه دزيارت دچارديوارۍ دننه دشپې يا دورځې په وخت دسماع محفلونه کولى شي .سماع طريقه دا وي چې دشمير څو جوړې مشهور قوالان دلرې لرې يا نزدې علاقې نه راوستلى شوي وي، هرې جوړې سره تبله، باجه، رباب، سرينده، کنارټ، شپيلۍ، ډول، ډولک او دسازنور ضروري سامان موجود وي.
قوال چې کله قوالۍ کولو ته کښينى نو وړاندې اودس چاراندام وکړي او بيا په سټيج يا دسټيج نه بغير محفل کې پخپل مخصوص نشست ادب او احترام سره تشريف کيږدي. دغه محفل کې دمتعلقه زيارت ګدي نشين هم ناست وي او ورسره ګڼ شمير کې عقيدتمند هم ناست وي، هر عرس کې دزيارت دګدي نشين او انتظاميې لخوا دخيرات(لنګر) وريژې يا نور څه هم پخ شوې وي چې دخادمانو لخوا ميلمنو ته په ادب او احترام وړاندې کولى شي.
دعرس په موقعودزيارت دچارديوارۍ نه بهر خواؤشا رقبه کې يوه عام ميله لګيدلې وي، چې دخوراک څښاک دڅيزونو نه علاوه پکې دماشومانو دلوبو څيزونه هم شامل وي او ټوپۍ، مسواکونه ،رانجه، دنداسه ، جائے نمازونه، غلافونه او نور سامان پکې هم وي. کومو کسانو چې دعرس په موقعه ځان سره ماشومان بوتللې وي نو ميله کې ورته ګډاګي او دخوراک څيزونه اخلي،اوکومو عقيدتمندو چې ميلې ته ځان سره ماشومان نۀ وي بوتللي، هغوي خپلو ماشومانو او نزدې خپلوانودپاره دزيارت دميلې څخه دتبرک په توګه څه ناڅه څيزونه اخلي او ورته يې ډالۍ کې ورکوي.
دزيارتونو په ميله کې دژمي په موسم کې دماښام نه پيشمني يا تر سحر پورې ځاې په ځاې په لرګواو داونو په مونډانو اور بلولى شي دې ته”مج“ وايي، ځاې په ځاې جوړ کړى چاې او قهوې ټوله شپه څښي، اکثرو مجانو کې حلوا او پراټې هم وي چې ويړيا تقسيمولى شي، ”مج“ ته راجمع شوي کسانو کې درباب منګي او ټنګ ټکور بندوبست هم وي ”مج“ کې دچرسو دچيلم انتظام هم وي او کوم ملنګان چې شوق کوي هغوي ټوله شپه دچيلم، چيټو او سيګريټو په ذريعه په ازاده فضاء کې دچرسوڅښلو عمل کوي.
پاکستان کې داسې زيارتونه هم موجود دي چې هلته قريباً هره ورځ ميله وي لکه دکراچۍ عبدالله شاه غازي، دسندهـ شهباز قلندر، دملتان شمس التبريز، دپاک پتن بابا فريد صيب،دلاهورداتاګنج بخش صيب، داسلام اباد بري امام، پيښور عبدالرحمان بابا، شيخ جنيد پشاوري اؤ پهندو بابا دنوښار کاکاصيب، دپبو شيخ شهباز المعروف پبوبابا، دبونير بابا او نور، دې زيارتونو کې په اکثرو کې هره ورځ شتمن خلق دوريژو تيار ديګونه اخلي او دخيرات او ثواب په نيت يې تقسيموي ، دې زيارتونو کې دعرسونو په موقعو دخواؤشا او دلرې لرې سيمو څخه دراغليو شتمنو خلقو لخوا سلګونو او زرګونو عقيدتمندو او ملنګانو ته لنګر ورکولى شي.
موجوده وخت کې هم دهر ځاې دزيارتونو ميلې ګرمې وي او چابړي فروش او مزدورکار خلق پکې دمختلفو څيزونو په خرڅولو ښه مزدوري کوي. کله چې دکوم زيارت عرس کيدونکى وي او ميله لګيدلې وي نو دهغه ځاې دټرانسپورټ خاوندان او دسورلو دګاډو ډرائيوران ، کنډيکټران هم ډيرخوشحاله وي ځکه چې دهغوي دروزمره دسورلو سره سره دلرې او نزدې سيمو څخه زيارت او ميلېته دراتلونکيو ميلمنو شمير هم زيات وي کومو کې چې زياتره ميلمانۀ دسورلو په ګاډوکې سفر کوي.
دزيارتونو عقيدتمندو ته دزيارتونو دعرسونو ورځې معلومې وي ځکه چې هغوي په باقاعده توګه بغير دڅه ناغې عرسونوله ځي او زيارتونو سره جوړو کړى شوؤ ميلو څخه هم خوندونه اخلي، دکوم زيارت دعرس دنيټې ټاکلو نه پس باقاعده پوسټرې او پمفلټونه چاپ کولى شي اودزيارتونو دمنجورانو، خليفه ګانو او خادمانو دمنظم کوشش په نتيجه کې دټول ملک يا کومې خاص علاقې ګُټ ګُټ ته رسولى شي..

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG