لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي وزیراعظم د ملګرو ملتونو غونډې ته وايي د حماس او د ډلې مرسته کوونکي ایران خلاف جنګ ګټي


کله چې نېټن یاهو تقریر دپاره سټېج ته تللو نو په ګېلرۍ کې ځینو خلاف يې په ضد د بوو اوازونه پورته کړل او ځینو ورته لاسونه و پړکول. ځینو سفارتکارانو خپل چوکۍ پرېښودې او د اسمبلۍ د تالار نه ووتل
کله چې نېټن یاهو تقریر دپاره سټېج ته تللو نو په ګېلرۍ کې ځینو خلاف يې په ضد د بوو اوازونه پورته کړل او ځینو ورته لاسونه و پړکول. ځینو سفارتکارانو خپل چوکۍ پرېښودې او د اسمبلۍ د تالار نه ووتل

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جمعې په ورځ‌ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وویل هېواد يې د ترهګرو او په ایران کې د ترهګرو سرپرستي کوونکو خلاف په جنګ کې بریا ترلاسه کوي.

نېټن یاهو وویل په تهران کې د "امرانو" دپاره یې دا پېغام دی چې که په "مونږ حمله کوي نو مونږ به درباندې حمله کوو. په ایران کې داسې ځای نشته چې د اسرایل اوږد لاس نشي ورسېدلی او دا خبره د ټول منځني ختیځ دپاره هم رېښتیا ده."

هغه وویل په تېرو یولسو میاشتو کې د اسرایل عسکر په غېر معمولي حوصله او په اتلاوالۍ قربانۍ جنګېدلي دي. زه د دې اسمبلۍ او د دې تالار نه بهر نړۍ دپاره هم پېغام لرم. مونږ ګټوو.

کله چې نېټن یاهو تقریر دپاره سټېج ته تللو نو په ګېلرۍ کې ځینو خلاف يې په ضد د بوو اوازونه پورته کړل او ځینو ورته لاسونه و پړکول. ځینو سفارتکارانو خپل چوکۍ پرېښودې او د اسمبلۍ د تالار نه ووتل.

خو نېټن یاهو د دې پروا و نه کړه.

هغه وویل حماس به ختمېدل او د جنګ وروسته د غزه په انتظامي اډاڼه کې به د ډلې شرکت نه قبولوي.
اسرایلي وزیراعظم وویل د یو داسې صورتحال تصور وکړئ چې د دویم جنګ عظیم د وروسته په ۱۹۴۵ کې شکست خورده نازیانو ته د جرمني د بیا رغونې کار ور وسپارل شي. هغه زیاته کړه د دې تصور هم نه شي کېدلی، دا د خندا وړ دی، په هغه وخت داسې نه وو شوي او اوس به هم نه کېږي.

د لبنان په اړه نېټن یاهو وویل د حزب الله وسله والو ته به هم ماتی ورکوي چې دا ډول د اسرایل د شمالي سرحد سره نږدې سیمو کې په زرګونو خلک کورونه ته ستانه شي، چې د اسرایل او د لبنان ترمنځ د شخړې په سبب یې کورونه پرېښودي دي.

نېټن یاهو وویل په ترهغه وخت پورې به په ارام نه کښېني تر څو چې یې شهریان په پرامنه ډول کورونو ته ستانه نه شي. هغه وویل په شمالي سرحد په داسې ترهګر پوځ نه قبولوي چې په اسرایل د اووم اکتوبر په شان حمله وکړي.

د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته نېټن یاهو د خطاب لږ وخت وروسته د اسرایل ډیفېنس فورسز یا د اسرایل دفاعي ځواکونو د لبنان سرښار بېروت په جنوبي برخه کې د حزب الله په مرکزي دفتر حمله وکړه.

نېټن یاهو ملګرو ملتونو ته وویل اسرایل نه یوازې خپله دفاع کوي بلکې "مونږ د ستاسو هم د مشترک دښمن په ضد دفاع کوو چې د تشدد او د ویرې دلارې غواړي چې زمونږ د ژوند طرز بدل کړي."

اسرایلي وزیراعظم د هغه ملکونو غندنه وکړه چې په اسرایل يې په غزه کې د جېنوسایډ یا د نشل وژل الزام لګولی دی. هغه وویل دا د یهودیانو په ضد کرکه یا اېنټي سېمېټیزم دی.
نېټن یاهو وویل "د جنګ حقیقي مجرمان په اسرایل نه دي، په ایران کې دي، په غزه کې دي، په شام، لبنان او یمن کې دي."

د جنګ په اړه د هغه د سخت دریځ باوجود، نېټن یاهو وویل حکومت یې امن غواړي او د اېبراهم اېکارډز یا د ابراهیمي معاهدو نومې هغه لوظنامو د کامیابۍ ذکر یې وکړو چې د امریکې د مخکني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت په کوښښونو شوي دي او ترمخه یې متحده عرب اماراتو، مراکش، بحرین او سوډان اسرایل سره سفارتي تعلقات قایم کړي‌ دي.

د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس د نېټن یاهو نه یوه ورځ مخکې د جنرل اسمبلۍ غونډې ته تقریر وکړو او غوښتنه یې وکړه چې د هغه قوم مشکلات دې ختم کړی شي.

محمود عباس وویل "دا جرم ودروئ. اوس یې ودروئ. د ماشومانو او د ښځو وژل ودروئ. جېنوسایډ (نسل وژنه) ودروئ. اسرایل ته وسلې لېږل ودروئ."

عباس زیاته کړه "دا لېونتوب دوام نه شي موندلی. په غزه او په وېسټ بېنک کې چې زمونږ د خلکو سره څه کېږي ټوله دنیا د دې ذمه واره ده."

د جمعې په ورځ‌ نېټن یاهو د تقریر نه لږ وخت مخکې د سلوېنیا وزیراعظم رابرټ ګلوب هغه د دوو فلسطیني جینکو سارا او رېنډ سره لیدلي او هغه ته یې ویلي چې عادي ژوند تېرول غواړي او د هغه نه مرسته وغوښتله. ګلوب وویل خپل لوظ پوره کوي او د جینکو پېغام یې نیویارک ته راوړو.

ګلوب وویل په لوړ اواز او په واضحه توګه د اسرایل حکومت ته وايي "دا خونرېزي ودروه. کړمې ودروه. یرغمالانو کور ته راوله او قبضه ختمه کړه."

ګلوب پوډیم په لاس ووهلو او ویې وېل "جناب نېټن یاهو دا جنګ ودروه."

پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د نېټن یاهو نه مخکې تقریر وکړو. هغه وویل په غزه کې په منظمه توګه د بې ګناه خلکو قتلولو دي."

شهبازشریف وویل اوس ګام اخیستل پکار دي چې "د خونرېزۍ" په سمدستي ډول د وردېدو غوښتنه وکړی شي. د هغه وېنا ته لاسونه وپړکول شوو.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG