لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان د واکمن ګوند یو مشر غواړي چې د تاج محل "حقیقي" تاریخ دې معلوم کړی شي


د دلي یونیورسټۍ استاذ اپورانند وي او ای ته وايي تاج محل په ایراني طرز جوړ شوی دی، په هندوستان کې د سپینو سنګ مر مرو نه مندر نه دی جوړ شوی او دا چې تاج محل په اصل کې مندر دی "خیالي" دعوه ده
د دلي یونیورسټۍ استاذ اپورانند وي او ای ته وايي تاج محل په ایراني طرز جوړ شوی دی، په هندوستان کې د سپینو سنګ مر مرو نه مندر نه دی جوړ شوی او دا چې تاج محل په اصل کې مندر دی "خیالي" دعوه ده

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د واکمن بهارتیه جنتا پارټۍ یو مشر د هندوستان سپریم کورټ ته عریضه کې د عدالت نه غوښتلي چې د تاج محل "حقیقي" تاریخ معلومولو دپاره دې کمېټي مقرر کړي.

راجنیش سنګ په ایودیا کې د بي جی پي د مطبوعاتو د څانګې مشر دی، تېره هفته یې سپریم کورټ ته په خپل خواست کې وویل که چې څه هم دا تاثر عام دی چې تاج محل د هغه وخت د هندوستان باچا شاه جهان جوړ کړی خو دا خبره حقیقت ثابتولو دپاره "ساینسي ثبوت" وجود نه لري.

سنګ په خپل خواست کې وویل د هندوستان د تعلیمي تحقیق ادارې نېشنل کاونسل اف اېجوکېشنل ريسرچ اېڼد ټرېننګ هغه ته ویلي چې داسې "بنیادي سرچینه" نشته چې د دې خبرې تصدیق وکړي چې تاج محل شاه جهان جوړ کړی دی. اېن سي ايي ار ټي د هندوستان د حکومت اداره ده چې په ملک کې د سکول تعلیم د ښه کولو دپاره کار کوي.

سنګ وویل په هندوستان کې د تاریخي مقاماتو د سروی ادارې ارکیولاجېکل سروی اف انډیا نه یې هم د تاج محل د جوړېدو په اړه د اطمینان وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

سنګ په عریضه کې لیکلي چې عدالت دې د تاریخ پوهانو او د اثار قدیمه په مارینو مشتمله کمېټي راوبلي چې د "تاج محل ابتدا مطالعه وکړي، چې تاریخ واضحه کړي او د دې یادګار په اړه لانجه ختمه کړي."

سپریم کورټ ته د خواست نه وړاندې د اله اباد های کورټ د می په 12 نېټه د سنګ بل خواست رد کړو. په دغه خواست کې هغه د عدالت نه غوښتلي وو چې ارکیولاجېکل سروی اف انډیا ته امر وکړي چې د تاج محل ځینې تړل شوي کوټې دې خلاصې کړي او و دې ګوري چې پکې د هندوانو بوتان خو نه دي پراته.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ښي لاس هندو ډلې د کال 19891 راهسې دا دعوه کوي چې تاج محل د هندوانو مندر دی. په 1989 کې د هندوستان د یو مصنف پي اېن اوک "تاج محل د ټرو سټوري" یعنې د تاج محل رېښتیا قېصه نومې کتاب شایع شوی و چې هغه پکې لیکلي وو چې تاج محل په دولسمه پېړۍ کې د مندر په څېر جوړ کړی شوی و چې تیجو محلایا یا د دیوتا شیوا محل به ورته وېل کېدل.

د ښي لاس هندو ډلې وايي شاه جهان په ولسمه پېړۍ کې تیجو محلایا په تاج محل کې بدل کړو، لکه چې د مغلو په درو کې په هندوستان کې ګڼ شمېر مندروه به مسجدونو او اسلامي مرکزونو کې بدل کړی شوي دي.

هندو ډلې غوښتنه کوي چې تاج محل دې هندوانو ته ورکړی شي چې په مندر کې یې بدل کړي او خلک پکې بیا د شیوا عبادت کولی شي.

په 2017 کې د وکیلانو یوې ډلې تاج محل د یونېسکو په فهرست کې د مندر په څېر د شاملولو دپاره د عدالت نه مرسته وغوښتله.

د دې نه څو هفتې وروسته ارکیولاجېکل سروی اف انډیا عدالت ته په خپل بیان کې وویل چې تاج محل هم په حقیقت کې شاه جهان د خپلې مېرمن ممتاز محل د مزار په توګه جوړ کړی دی.

د وي او ای رپورټ په فارسۍ ژبه کې سرکاري دستاوېزات او نور تاریخي روایات هم ثابتوي چې تاج محل هم شاه جهان جوړ کړی دی. يورپي سیاح جین بېپټیسټ ټېورنیر او د ولسمې پېړۍ یو شمېر نورو کسانو هم په خپلو سفرنامو کې د تاج محل ذکر دی دی.

په ځینو دستاویزاتو کې دا تفصیل هم بیان شوی چې د تاج محل دپاره ځمکه د چا نه اخیستل شوي او پکې په مزار د خرچ ذکر هم شوی دی.

د دلي یونیورسټۍ استاذ اپورانند وي او ای ته وايي تاج محل په ایراني طرز جوړ شوی دی، په هندوستان کې د سپینو سنګ مر مرو نه مندر نه دی جوړ شوی او دا چې تاج محل په اصل کې مندر دی "خیالي" دعوه ده.

اپورانند وویل د "هندوتوا سیاست" پلویانو دا خبره "د کرکې" وړ ګڼي چې ومني د هندوستان یو پېژندل شوی یادګار یو مسلمان جوړ کړی دی. د اکسفرډ ډېکشنرۍ ترمخه د هندو مهذب او د ژوند طرز د بري نظریه ده.

اپورانند وویل هندوتوا ډلې دا نه تسلیموي چې د هندوستان ثقافت ته مسلمانانو هم شکل ورکړی دی او ګني چې هر څه په اصل کې هندو و خو مسلمانانو بدل او ورته یې اسلامي شکل وکړو. "دوی غواړي چې هر څه بېرته په هندو شکل کې بحال کړي،" اپورانند وویل.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال شېخ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG