لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:د وسله والو برید کې دسیکهانو د ټولنې یو غړی وژل شوی دی


دپېښور د صدر ډویژن دپولیسو مشر ملک حبیب رسنیو ته ویلي د دیال سینګهـ په نوم دا سیکهـ وګړی دجمعې په ماښام دپېشور په دیر کالونۍ سیمه کې وژل شوی دی
دپېښور د صدر ډویژن دپولیسو مشر ملک حبیب رسنیو ته ویلي د دیال سینګهـ په نوم دا سیکهـ وګړی دجمعې په ماښام دپېشور په دیر کالونۍ سیمه کې وژل شوی دی

په پېښور کې نامعلومو وسله والو یو سیکهـ سوداګر په وسله وال برید کې وژلی اؤ تښتېدلي دي،

سیهکان وایي دتېرو څو کالو په مهال پېښور اؤ خواوشا کې د دوي د ټولنې لږ تر لږه 11غړي وژل شوي دي چې له دې امله په سیکهانو کې سخته ویره خوره ده اؤ د سیکهانو زیاتره کورنۍ له پېښوره وتلې دي.

دپېښور د صدر ډویژن دپولیسو مشر ملک حبیب رسنیو ته ویلي د دیال سینګهـ په نوم دا سیکهـ وګړی دجمعې په ماښام دپېشور په دیر کالونۍ کې وژل شوی دی.

هغه ویلي دیال سینګهـ په دیر کالونۍ کې خپله یوه وړه هټۍ یا دوکان کولو اؤ دجمعې په ماښام هغه خپل دوکان کې ناست ؤ چې په دغه مهال نامعلومه وسله وال په موټر سایکل راغلي، په هغه یې ډزې کړي اؤ تښتېدلي دي.

دپېښور ایس ایس پي هارون رشید هم رسنیو ته ویلي چې د پېښې دځائ نه پولیسو ته سي سي فوټیج(ویډیوګانې) اؤ نور شواهد په لاس ورغلي دي اؤ ډیر زر به پولیس دې پېښه کې تر ککړو مجرمانو ورسیږي.

دخیېر پښتونخوا صوبې نګران وزیراعلا ښاغلي اعظم خان د سیکهـ تاجر په وژنه خواشیني ښکاره کړې ده اؤ پولیسو ته یې امر کړی دی چې پېښه کې ککړ مجرمان باید زر تر زره ګرفتار اؤ دقانون منګولو ته وسپارلي.

پخپل یو بیان کې وزیراعلا اعظم خان ویلي د سیکهـ وګړي په وژنه غمجن شوی اؤ وایي داسې رقم پېښې په هیڅ حال کې د زغملو نه دي.

پولیس وایي تر دې دمه نه ده معلومه چې دا سیکهـ چا وژلی خو دپلټنو نه به معلومه شي چې یا دا دترهګرۍ یوه پېښه ده که نوموړی تن د شخصي دښمنۍ پسر وژل شوی دی.

د وسله والو په ډزو کې وژل شوی سیکهـ وګړی دیال سنګهـ دپېښور دجوګن شاه محلې اوسیدونکی ؤ اؤ په دیر کالونۍ کې یې دپنسار دوکان لرلو.

دپېښور یوې ځایي رسنۍ وحدت نیوز دسیکهـانو دټولنې دیو بل غړي (چې نوم یې نه دی ښودل شوی) له خولې ویلي چې د وژل شوي دیال سینګهـ نه درې اولادونه یتیمان پاتې شوي دي.

هغه ویلي چې دیال سینګهـ دهیچا سره څه دښمني نه لرله اؤ په خوارۍ مزدورۍ یې خپلو اولادونو له حلاله ډوډۍ پیدا کوله .

دسیکهانو د ټولنې یو بل غړی رنویر سینګهـ وایي په تېرو څو کلونو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د دوي دټولنې لږ تر لږه 11 غړي وژل شوي دي.

هغه رسنیو ته ویلي د دیال سینګهـ اؤ تر هغې وړاندې د دنورو سیکهانو د وژنو دپېښو دې بشپړه تحقیقات وکړل شي چې ایا دلته ولې دسیکهانو ټولنه په پرله پسې ډول په نخښه کیږي؟

هغه وویل په پښتونخوا کې نور اقلیتونه هم میشت دي خو په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول سیکهان په نخښه کیږي چې له دې امله پښتونخوا کې میشت سیکهان د ویرې ترهې سره مخ شوي دي.

هغه دحکومت اؤ امنیتي ادارو نه غوښتنه وکړه چې صوبه کې میشت دسیکهانو ورورولۍ ته باید تحفظ ورکړل شي.

تر دې وړاندې تېرکال په دمئ دمیاشتې په 15مه دپېښور دسربند تاڼې په حدودو بټه تل بازار کې نامعلومو وسله والو دوه سکهان په یو وسله وال برید کې وژلي وؤ.

په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګهـ په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي وؤ د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په پېښور کې د2009 م کال راهیسي شاوخوا 21 سکهان وژل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال وايي په صوبه کې نزدې پينځه لکه دعيسایي مذهب لرونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان ژوند کوي،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي تر ټولو زيات سکهان په پېښور کې اوسيږي، د خېبر،کرمې ، اورکزو او نورو قبائېلي ضلعو نه د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت ګڼ شمېر سکهان پېښور ته راغلې وو، خو اوس په دې علاقو کې هم د دوي هدفي وژنې کيږي، چې ورسره ټول لږکي بيا ځان غېر محفوظ ګڼې۔

دسیکهانو ورورولي وایي چې خېبر پښتونخوا کې په سیکهانو دپرله پسې بریدونو له امله یو شمیر سیکهانو د هیواد بیلابیلو برخو ته کډې کړې دي.

دوي وایي چې پېښور کې تر دې وړاندې ډیر زیات سیکهان میشت وؤ چې دلته یې خپل کاروبارونه کول خو وایي په دې وروستیو کې ګڼ شمیر سیکهانو تاجرانو خپل کاروبارونه پنجاب ته منتقل کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG