لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو شمېر اسلامي ملکونو د اسلام په اړه د هند د واکمن ګوند غړو د وېنا غندنه کړې


له هغه وروسته چې هند کې د واکمن بې جي پي دوو چارواکو د مذهب سپکاوی کړی وو، د هند حکومت د دوشنبې په ورځ هم په هېواد کې دننه او بهر د مسلمانانو غوسې د کمولو هڅې وکړې چېرې چې د هند په شمالي ښار او ممبۍ کې د پلان شوي مظاهرې د ګډوډولو په تور یې 38 کسان نیولي. دغه نیونې د کانپور په ښار کې د مذهبي تاو تریخوالي د کمولو هڅه وه.

همداراز د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې د دوي ځینې لوړپوړي چارواکي د ډیپلوماتیکو اړیکو په سمبالولو بوخت دي ځکه چې د قطر، سعودي عربستان، عمان، متحده عربي اماراتو، افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون هیوادونو د مذهب د مبینه سپکاوي څرګندونو ته د اجازې ورکولو لپاره له حکومت څخه د بخښنې غوښتنه کړې.

په هند کې واکمن ګوند – بهارتیا جناتا پارټي (بي جې پي) – د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ګوند ترجمانه نوپور شرما یې د هغو تبصرو په وجه د عهدې نه لېرې کړې ده کوم چې هغې په یو ټلوېژن پروګرام کې د پیغمبر اسلام په اړه ویلي و.

بي جې پي په یو بیان کې چې په وېب سایټ باندې یې خپور شوی، ویلي دي چې دا ګوند د ټولو مذاهبو احترام ساتي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې "بي جې پي د هر دین، هرو شخصیتونو ته سپکاوی، په کلکه غندي."

نوپور شرما پخپل ټوېټر لیکلي چې د هندواڼو یو خدای په اړه کومه تبصره شوې وه، او هغې بیا په جواب کې کوم څه ویلي دي، مګر دا یې قصد نه و چې ګني د چا مذهبي احساسات وځپي.

شرما زیاته کړې ده: "که زما الفاظو څوک ناآرامه کړې وي او یا یې مذهبي احساسات ور ځپلي وي، زه بغیر د کوم شرط نه خپل بیان بېرته اخلم."

د بې جي پي ډلې دفتر ویلي چې د دې ډلې بل ترجمان نوین جندال یې هم د هغو بیاناتو په وجه د ګوند نه اخراج کړی چې د اسلام په باب یې سوشل مېډیا کې اظهار کړي و.

جندال پخپل ټوېټر ویلي چې هغه د هندو خدایانو په ضد د ځینو تبصرو په اړه پوښتنې راپورته کړې وې. د هغه وینا ده چې: "ما یوازې د دې تبصرو په اړه پوښتنې وکړې، زه د کوم مذهب په ضد نه یم."

د واکمن ګوند بي جې پي په بیان کې دا هم راغلي چې: "بهارتیا جناتا پارټي د هرې هغې نظریې کلک مخالفت هم کوي کومه چې د کوم مذهب یا فرقې سپکاوی کوي او یا یې بدتمیزي کوي. بي جې پي دغسې خلک او یا فلسفه مقبول نه ګرځوي."

د نوپور شرما د بیاناتو له امله، د هند نه بهر، د قطر او کویټ په شمول ځینو مسلمانو ملکونو هم د شکایت غږونه اوچت کړل.

پاکستان په یو بیان کې ویلي چې "په ډېرو کلکو الفاظو" د خورا توهین آمیزه بیاناتو مذمت کوِي. د پاکستان په جاري شوي بیان کې راغلي چې "پاکستان یوځل بیا په نړېوالې برادرۍ غږ کوي چې په هند کې د اسلاموفوبیا د ډېر تشویشناک صورتحال فوري ادراک وکړي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې حکومت یې تر اوسه هېچا په رسمیت ندی پېژندلی، بغیر د دې چې د هند د واکمن ګوند نوم واخلي، د هغه ګوند د ځینو غړو بیانات یې "په کلکو ټکو" غندلي او د هند له حکومته یې غوښتي دي چې "متعصبو اشخاصو" ته دې د اسلام د سپکولو او د مسلمانانو د احساساتو پارولو اجازت نه ورکوي.

د قطر د خارجه چارو وزارت هم په یو بیان کې ویلي چې د توهین آمیزه بیاناتو په اړه یې دوحه کې د هند سفیر هم د شکایت اورېدو ته وربللی دی.

د کویټ ریاست هم د هند سفر په دې اړه بللی او ویلي چې هغه ته یې یو احتجاج لیک هم ورسپارلی په کوم کې چې د کویټ په وینا، د بي جې پي چارواکو بیانونه رد شوي او مذمت یې شوی دی.

د قطر د خارجه وزارت په بیان کې زیاته شوې چې هغه عربي ملک، د واکمن بي جې پي ډلې د دې فیصلې هرکلی کړی چې د توهین آمیزه بیاناتو په سر یې چارواکي ګوښه کړي دي، مګر قطر دا انتظار لري چې د هند حکومت د عوامو په مخکې کې معافي وغواړي او په فوري توګه هغه بیانونه وغندي.

د حزب اختلاف – کانګرس – مشر راهول ګاندهي بغیر د دې چې د وروستیو بیاناتو یادونه وکړي، په خپل یو تازه ټویټ کې لیکلي چې: "نفرت صرف نفرتونه پیدا کوي. یوازې د مینې او ورورولۍ لاره ده چې هند د ترقۍ خوا ته وړلی شي. دا د هند دپاره د اتحاد وخت دی."

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG