لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک کې یو پولیس په وسلوال برید کې وژل شوی، ذمه واري یې چا نه ده منلې


عکس زوړ دی.
عکس زوړ دی.

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټاتک کې بیا په ډیوټۍ مامور پولیس اهلکار د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی، تر دې مهاله یې چا ذمه داري نه ده منلې خو پولیسو پېښه تایید کړې ده.

د سیمې پولیس وي او اې ډیوه ته د جمعې په ورځ ویلي، دا پېښه د ټانک بازار سره په څېرمه بايي سړک د پاسه په شیخ مارکیټ سیمه کې شوې.

د ټانک د پولیسو ویاند محمد ابراهیم خان وايي اکبر علي نومي پولیس حوالدار په ډیوټۍ مامور چې نامعلوم کسان راغلي او په هغه یې ډزې کړې چې په هغه ځای وژل شوی دی.

د پولیسو د ویاند په وینا تر برید وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او ټوله علاقه یې په ګیره کې اخیستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه دا ترهګرۍ پېښه ده او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

د پولیسو په وینا په ټانک ضلع کې په دې وروستیو میاشتو کې 15 پولیس اهلکار په هدفي پېښو کې وژل شوي، د پولیس اهلکار وژل کېدو وروستۍ پېښه د روانې میاشتې په لومړیو کې د ټانک ضلعې په ګومل سیمه کې شوې ده.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې چې په نیزدې وختونو کې په بنو اؤ د ر پښتونخوا په نورو سیمو کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.

په دې وروستیو کې د پښتونخوا په جنوبي سیمو اؤ قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټکه شوې ده اؤ په دې بریدونو کې د پوځ، پولیسو اؤ ایف سي په لسګونو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د مارچ په 10مه په ټانک ضلع کې ځايي خلکو د پوځي چاوڼۍ مخې ته د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کړې وه او ویلي یې وو ناامني سخت تنګ کړي او خلک په کورونو کې دننه وژل کیږي. مظاهره چیانو په سیمه کې د امنیت د ټېنګښت غوښتنه کوله.

په 24l مارچ هم په ټانک کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي وو.

په سیمه کې پولیس او نور امنیتي چارواکي وايي د امن د پاره ژمن دي په دې وروستیو کې په لسګونو وسله وال امنیتي عسکرو وژلي او د ډزو په مقابله کې امنیتي ځواکونه هم زیامن شوي. چارواکي زیاتوي حالات په قابو کې دي او چاته د علاقې د امن خربولو اجازت نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG