لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر: د احتجاج کوونکو او پوليسو ترمنځ نښته کې يو پوليس وژل شوی


ګوادر کې له تېرو دو مياشتو را په هيسې " ګوادر ته حق ورکړی" تحريک احتجاجي پرلت روان دی، له حکومتي چارواکو سره له څو ناستو پس هم د احتجاج کوونکو او د حکومت خبرې اترې نه دي کاميابه شوې
ګوادر کې له تېرو دو مياشتو را په هيسې " ګوادر ته حق ورکړی" تحريک احتجاجي پرلت روان دی، له حکومتي چارواکو سره له څو ناستو پس هم د احتجاج کوونکو او د حکومت خبرې اترې نه دي کاميابه شوې

د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر ښار کې "ګوادر ته حق ورکړئ" نومې تحريک د احتجاج کوونکو او د پولیسو نښتې شوي چې پکې يو پوليس وژل شوی او د درېو پوليس اهلکارو په ګډون ډيری احتجاج کوونکي هم ژوبل شوي دي.

د بلوچستان پوليسو دعوه کړې چې د نهې، سه شنبې په ورځ د ګوادر پر سيد هاشمي څلور لارې د احتجاج کونکو له لوري پر پوليسو ډزې وشوې چې پوليس عسکر وژل شوی او درې نور ټپي شوي هم دي،

د بلوچستان صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] عبدالخالق شېخ پېښه غندلې او په پيښه کې د ککړو کسانو د نيولو امر يې کړی دی.

پوليس مشر ویلي، چې پوليسو ته هيڅ کله اجازه نه ورکوي چې له احتجاج کونکو سره دې سخت چلن وکړي.

د حق دو تحریک مشر مولانا هدايت الرحمان د پوليسو دا تور رد کړی او ويلي يې چې حکومت د دوی پر امن احتجاج د بدنامه کولو او د احتجاج مخه د نيولو په موخه دا کار کړی او وايي چې د اخ و ډب پر وخت د پوليس په ډزو د دوی خپل پوليس اهلکار وژل شوی دی.

هغه ويلي، "دا پر امن احتجاج وو، پوليس زموږ پر احتجاجي مېندو، خويندو، سپين ږيرو باندې تشدد وکړ، لاسونه يې مات کړه، تاسو مخامخ ډزې وکړې، خلک مو غصه کړي،د کومو ښځو چې تاسو لاسونه ور مات کړه دا پاکستانۍ نه دي که څه "؟-

ګوادر کې له تېرو دو مياشتو را په هيسې " ګوادر ته حق ورکړی" تحريک احتجاجي پرلت روان دی، له حکومتي چارواکو سره له څو ناستو پس هم د احتجاج کوونکو او د حکومت خبرې اترې نه دي کاميابه شوې.

په 24 دسمبر د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو په اخري ځل د تحريک له مشرتابه سره خبرې کړې، خو دا ناسته هم بې نتيجې ختمه شوې وه.

احتجاج کونکي تور پورې کوي چې د ضيا لانګو له ورتګ يوه ورځ ورستو د ګوادر پوليسو د دوی د احتجاج خيمه ونړوله، د دوی پر ښځينه او نارينه احتجاج کونکو يې اوښکې بهونکي ګېس داستعمالو تر څنګ احتجاج کونکي ډبولي او د تحريک د ځايي مشرانو په ګډون شل ته نېږدې احتجاج کوونکي يې نيولي هم دي چې د پوليسو په بند کې دي.

د تحريک له لوري د دې پېښې پر ضد د سه شنبې په ورځ بيا احتجاج وو چې د پوليس او احتجاج کوونکو تر مينځ نښته شوې او يو پوليس پکې وژل شوی دی.

د پېښې پر ضد او د خپلو غوښتنو د پوره کولو په موخه لا هم د ګوادر کوسټل هايي وی یا ساحلي لویه لار تړل شوې، او احتجاج روان دی.

د احتجاج کونکو په خبره د حکومت له لوري په ښار کې انټرنېټ او بجلي هم بنده کړل شوې ده.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو وړمه ورځ د کوټې د مطبوعاتو په کلب کې په خبري کانفرنس کې وويل، چې د پرلت له کبله د چين او پاکستان ترمينځ د اربونو روپو د پروژې سي پېک کار اغېزمن شوی دی. هغه ويلي، چې چا ته اجازه نه ورکوي چي د کار په مخ کې د خنډ جوړ شي.

"د حکومت له لوري د لېږل شوي وفد د مولانا سره د خبرو د لاري د مسايلو د حل کولو هڅه وکړه خو د مولانا له لوري بې غوري ښکاره شوه، د حق دو تحريک سره د وزير اعلا له خوا خپله مزا کرات وشول خو مولانا سياست کوي او د سياست کولو لپاره يې پرلت وهلی".

د تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان په يو ويډيوي پېغام کې ويلي چې تر اوسه يي څومره هم احتجاجونه کړي په هغه کې چا ته تاوان نه دی رسولی.

هغه ويلي" له 2021څخه د خپل حق غوښتلو لپاره (و ګوادر ته حق ورکړی) تحريک پيل کړی ، د تحريک په منشور کې ليکل شوي چې تحريک به پر امن او په جمهوري لاره د خپل حق لپاره احتجاج کوي".

د مولانا په خبره چې په کال 2021 نومبر کې يې احتجاجي پرلت پرلت وهلی وو، پر 16 دسمبر د بلوچستان وزير اعلا عبدالقدوس بزنجو له دوی سره مزاکرات وکړل او تحريري معاهده کې ورسره د تحريک غوښتنې په يوه مياشت کې پوره کوي خو وايي چې له يوه کال تېريدو پس هم د تحريک غوښتنې لا هم نه دي منل شوي.

د مولانا په خبره د ګوادر د سمندر په حد کې د غېر قانوني ټرالر يا د ماهيانو ښکار بندول، پر ايراني تيلو ادارو له طرفه رشوت اخيستل بندول، په ګوادر ښار کې د کورونو، سکولونو او هسپتالونو له بامونو د امنيتي ادارو پوستې ليري کول، د نشيي توکو د پلور مخه نيول، او له ايران سره پر پوله د خلکو تګ راتګ او کاروبار اسانول د دوی لوې غوښتنې دي.

دوی د بلوچستان صوبايي او مرکزي حکوموتونو ته خپلې غوښتنې وړاندي کړې وې د تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان وايي چې حکومت خپلې ژمنې لا هم نه دي پوره کړي ځکه يې بيرته په احتجاج لاس پورې کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG