لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې د ټي ټي پي په ضد مقدمه درج شوې چې د تښتولي تن په سر یو کروړ روپۍ تاوان غواړي


د مقدمې ترمخه ټيليفون کوونکي تن ويلي چې د تښتول شوي تن کورنۍ په تېرو حالاتو کې د حکومت او امنيتي ځواکونو سره د ټي ټي پي پرضد مرستې کړي چې له امله يې ټي ټي پي ته تاوان اوښتی، ځکه ټي ټي پي اوس د محمد فروش د پرېښودو په سر يو کروړ روپۍ تاوان غواړي کنه هغه به قتل کړی شي
د مقدمې ترمخه ټيليفون کوونکي تن ويلي چې د تښتول شوي تن کورنۍ په تېرو حالاتو کې د حکومت او امنيتي ځواکونو سره د ټي ټي پي پرضد مرستې کړي چې له امله يې ټي ټي پي ته تاوان اوښتی، ځکه ټي ټي پي اوس د محمد فروش د پرېښودو په سر يو کروړ روپۍ تاوان غواړي کنه هغه به قتل کړی شي

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې د ترهګرۍ ضد یا سي ټي ډي تاڼه کې یوه مقدمه درج شوې چې پکې دعوه شوې، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د مټې تحصيل د بالاسور يو تن تښتولی او د هغه د خوشي کولو دپاره یې د يو کروړ روپو تاوان غوښتنه کړې ده.

د سوات سي ټي ډي تاڼې د دغه پېښې او د مقدمې درج کېدو تاييد کړی دی.

د سي ټي ډي تاڼې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن د خالي/ شنبې په ورځ [10 ستمبر] وي او اې ډيوه ته وويل، په دغه پېښه کې د سي ټي ډي پوليسو لټون پېل کړی خو تراوسه پورې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د يادې پېښې مقدمه په شپږم ستمبر درج شوې او پکې ويل شوي په څلورم ستمبر د بالاسور د یو تن د تښتول کېدو پېښه شوې وه.

دغه مقدمه چې د محمد حیات نومې تن په مدعيت کې درج شوې ويلي يې دي په څلورم ستمبر د هغه ورور محمد فروش ګډې بيزې غره ته بوتللي او بيا بيرته نه دی راغلی، او بيا په پينځم ستمبر د هغه د زوي په موبايل نمبر د افغانستان د نمبر نه ټيليفون راغلی او ټيليفون کوونکي ورته ځان د ټي ټي پي ملاکنډ ډويژن سره تړاو لرونکی معرفي کړی دی.

د مقدمې ترمخه ټيليفون کوونکي تن ويلي چې محمد فروش طالبانو اغوا کړی دی او زياته کړې يې ده چې دغه تن او د ده کورنۍ په تېرو حالاتو کې د حکومت او امنيتي ځواکونو سره د ټي ټي پي پرضد مرستې کړي چې له امله يې ټي ټي پي ته تاوان اوښتی، ځکه ټي ټي پي اوس د محمد فروش د پرېښودو په سر يو کروړ روپۍ تاوان غواړي کنه هغه به قتل کړی شي.

محمد حيات ويلي د چا سره یې دښمني نشته او دغه تور چې پرې لګېدلی سم نه دی ځکه هغه دغه مقدمه درج کړې ده.

د مقدمې کاپي خبريالې فرزانه علي په ټويټر خپره کړې ده.

تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په دغه اړوند په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اګست په مياشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او یو پوځي افسر د نيولو يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه.

او بيا د خېبر پښتونخوا پوليسو ويلي وو د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې دوی په حقيقت خبر دي چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري.

او په 13 اګست بيا پوځ هم ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي".

خو پوځ ويلي وو، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کيږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

او بيا د پوځ د دې دعوې برعکس د پاکستاني طالبانو تحریک مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې ويلي وو چې دوی په سوات کې وخت له سره شتون لري.

په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو پرضد په خوازه خېله او کبل کې احتجاجي مظاهرې شوې او په دغه لړ کې په 17 اګست په سوات پرېس کلب کې قومي جرګه هم شوې وه.

د يادې جرګې يو غړي هم وي او اې ډيوه ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، د جرګې وروسته هغه ته دوه ځله د افغانستان د نمبر نه او يو ځل د نامعلومه نمبر نه د ګواښ ټيليفونونه شوي دي.

په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې د امن غوښتنې دپاره لاريونونه او مظاهرې شوي دي.

تيره مياشت د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان تور لګولی وو چې په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند وزیراعلا او نورو وزیرانو طالبانو ته بهتې/ قلنګ ورکړی، او د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر محمدعلي سېف څوک چې د طالبانو سره د مذاکراتو په عمل کې شامل دی، دغه دعوې رد کړې وې خو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا منلې وه چې ټي ټي پي يې وزیرانو ته ګواښونه کوي.

خو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خان بيا په 10 اګست مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو، "زه حېرانه یم چې هغه وخت چې ټي ټي پي فعاله وه نو ويل به يې چې د امریکا په ملګرو بريدونه کوو، نو دلته خو داسې حکومت دی چې هغه ازاد پاکستان غواړي نو هغه ولې په هدف کوي ما ته په دې کې هم يو سازش ښکاري".

په 25 اګست د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې "لارښوونه کړې چې فارمېشنونه/تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي".

تحریک طالبان پاکستان د روان کال د مې په میاشت کې د ډز بندۍ اعلان کړی او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د خبرو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې وه.

خو په دوېم ستمبر ټي ټي پي په ډېره اسماعيل خان کې د یو پولیس د وژلو زمه واري منلې او له دغې وروسته يې د نورو پېښو زمه واري هم منلي خو د ډز بندۍ د ختمېدو يې څه نه دي ویلي او نه د پاکستان حکومت او پوځ په دغه اړوند کوم رسمي بيان ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG