لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې د سکول استاذه د غېرت په نوم وژل شوې ده


پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په مردان ضلعه کې د سکول یوه استاده خپل ورور د غیرت په نوم وژلې ده.

د مردان د خرکۍ تاڼې د پولیس یو چارواکي (محرر) وي او ای ډیوه ته د خالي- شنبې په ورځ ویلي، دا پېښه نن د شنبې- خالي په ورځ د قاسمي سیمې په تازه ګرام چوک کې شوې ده.

پولیس وایي دغلته د اسامه په نوم یو تن خپله 30 کلنه خور شمایله هغه مهال له ګاډي راکوزه کړې اؤ ډزې یې پرې کړي کله چې هغه د سیمې د جینکو یو سکول ته د ډیوټۍ لپاره روانه وه.

د پولیس د وینا له مخې وژل شوې شمایله د قاسمي د جینکو د منځنیو زده کړو په سرکاري سکول کې استاده وه.

د پولیس وینا ده چې وژل شوې استاذې نهه میاشتې مخکې د یو تن سره په عدالت کې پخپله خوښه واده کړی ؤ اؤ د هغې ورور اسامه په دې واده خفه ؤ.

د پولیس وینا ده چې د وژل شوې استاذې د خاوند په مدعیت کې یې د هغې د ورور اسامه خلاف د قتل مقدمه درج کړې اؤ د وژونکي تن د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا صوبه کې د غېرت په نوم د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ مطبوعات پرله پسې د غېرت په نوم د وژنو رپورټونه خپروي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG