لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالب چارواکی: په تورخم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په جګړه کې  تلفات شوي دي


په پوله يوې سرچینې وي او اې ډيوه ته وويل، ډزې خواوشا په 11 بجې پېل شوې وې
په پوله يوې سرچینې وي او اې ډيوه ته وويل، ډزې خواوشا په 11 بجې پېل شوې وې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په پوله د شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د جګړې وورسته سرحدي لار د هر ډول تګ راتګ دپاره وتړل شوه او یو طالب چارواکي وویل په د ډزو په تبادله کې تلفات شوي دي خو شمېره يې نه لا نه ده معلومه.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د څانګې یو چارواکي قرېشي بېلتون په تورخم جګړه کې د تلفاتو خبره وکړه.

بېلتون وویل طالب ځواکونو یو زوړ پوسټ د بحالولو دپاره په اېکسکېوېټر کار کولو چې پاکستاني ځواکونو پې حمله وکړه. هغه وویل په حمله کې مرګ ژوبله شوې خو لا يې شمېره نه ده معلومه.

د پاکستان لوری سرچينې دعوه کوي طالبانو په پوله چيک پوسته جوړوله د هغې په سر نښته شوې او د دواړو خواو څخه ډزې شوې دي.

په پوله يوې سرچینې وي او اې ډيوه ته وويل، ډزې خواوشا په 11 بجې پېل شوې وې..

پاکستاني چارواکو د ډزو د پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې طلوع نيوز ويلي، په ننګرهار کې طالب مشرانو پېښه تايید کړې او تور یې لګولی لومړی پاکستاني لور ډزې کړي دي.

سرچيني وايي، ډزې وروسته له هغې شورو شوي چې په پوله افغانستان لوري ته طالبان پوسته جوړوله.

د سيمې نه د ډيوه خبريال فريد شینواری وايي، ځايي خلکو ورته ویلي، په پوله پاکستاني لوري ته ځايي خلکو ته ویل شوي چې ابادي خالي کړي. خو په رسمي ډول چارواکو په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

د ډزو وروسته پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې او د پولې دواړو غاړو ته په لويه شمېره کې خلک او سوداګريز ګاډي ايسار شوي دي.

د تورخم ترڅنګ د افغانستان او پاکستان په پوله د تګ راتګ په لارو او نورو سيمو کې وخت په وخت داسې پېښې کيږي او د هغې وروسته د تګ راتګ لارې تړل کيږي.

عام خلک او سوداګر وايي، د پولو تړل کېدو له امله زيات عام خلک او د دواړو خواو تجارت سخت اغېزمن کيږي

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG