لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ په جېل کې بندي درېم افغان مړ شوی


د پاکستان په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو نيولو لړۍ د تېر کال جولايۍ د میاشتې راهسې پېل شوې چې پکې د افغان استازو په وينا د 2000 پورې کسان نيول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. د دوی په وينا نزدې نيم د جېلونو څخه بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي
د پاکستان په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو نيولو لړۍ د تېر کال جولايۍ د میاشتې راهسې پېل شوې چې پکې د افغان استازو په وينا د 2000 پورې کسان نيول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. د دوی په وينا نزدې نيم د جېلونو څخه بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي

د پاکستان د لوی صنعتي ښار کراچۍ په لانډي جېل کې بندي يو افغان مړ شوی دی. په نژدیو وختونو کې دا دریم افغان دی چې د کراچۍ په بندي خانه کې وفات شوی دی.

د لانډي جېل چارواکو وي او اې ډيوه ته د ورستي افغان د مرګ تصدیق کړی او ويې وېل چې افغان وګړی په جېل کې ناروغه شوی و او په روغتون کې یې ساه ورکړه او جسد یې مرده خانې ته منتقل کړی شوی دی.

له دې وړاندې هم دوه افغانان چې په کراچۍ کې بندي وو مړه شوي او جسدونه یې بيا افغانستان ته لېږل شوي وو.

د کراچۍ د لانډي جېل مشر ارشد حسېن شاه وي او اې ډيوه ته وويل، په 22 جنورۍ افغان وګړی په جېل کې ناروغه شوی د زړه دوره پرې راغلی بيا د زړونو روغتون ته منتقل کړی شوی او هلته یې بيا ساه ورکړی دی.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په کراچۍ کې کونسل جنرل عبدالجبار وي او اې ډيوه ته تايید کړه چې خبر شوی د ولي په نوم افغان مړ دی خو نور معلومات یې نه دي ترلاسه کړي.

د افغانانو وکیلې منيزه کاکړ وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې ولي خان د موسی خان زوی دی، هغې د ډیوه سره د د ولي خان او نورو د نيولو د مقدمې کاپي شريکه کړې ده.

د کراچۍ د اورنګي ټاون پوليسو په درېم نومبر 2022 د افغانانو ډک بس نيولی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ټول 76 کسان سواره وو او نيول شوي وو او په غېر قانونه توګه پاکستان ته د ورتلو د مادې لاندې پرې مقدمه درج شوې وه.

د مقدمې ترمخه په بس کې نيول شوو کسانو کې زياتې کورنۍ دي چې د چارواکو په وينا ښځې او ماشومان د ښځو په بندي خانه کې بندي دي.

د طالبانو د کونسل جنرل او وکيلې منيزه کاکړ په خبره دا وخت هم د کراچۍ، حېدر اباد او سکهر په جېلونو کې د 1000 پورې افغانان بندي دي.

د عبدالجبار ترمخه په بندي افغانانو کې 137 زنانه، 150 ماشومان او نور نارينه دي.

هغه زياته کړه په بندي کسانو کې د 144 د بيرته لېږلو امر شوی او دغه کسان به په راتلونکې اوونۍ کې بیرته افغانستان ته ولېږل شي.

د پاکستان په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو نيولو لړۍ د تېر کال جولايۍ د میاشتې راهسې پېل شوې چې پکې د افغان استازو په وينا د 2000 پورې کسان نيول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. د دوی په وينا نزدې نيم د جېلونو څخه بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

افغانان وايي په کراچۍ کې داسې افغانان هم نيول شوي چې قانوني اسناد یې لرل او ډېر داسې وو چې په ويزو راغلي وو.

خو په کراچۍ کې حکومتي او پوليس چارواکو وي او اې ډیوه ته ويلي چې يواځې هغه افغانان نيول شوي د چا سره چې غېر قانونه اسناد نه وو او يا په غېر قانونه توګه راتله.

افغان استازي وايي د تیرو دوه اوونيو راهسې په کراچۍ کې د افغانانو نيول کم شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG