لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایبټ اباد کمیشن رپورټ امنیتي مشین وارخطا کړی

چې په رپورټ کې یوه خاص برخه یعنې  صفحه نمبر ۱۹۷ چې د اېي ایس اېي د پخواني مشر احمد شجاع پاشا بیان درج دی. په نظر نه راځي او داسې ویل کیږي الجزیره ته د رپورټ نقل ورکولو په وخت تری دغه پانړه ویستل شویدی
چې په رپورټ کې یوه خاص برخه یعنې صفحه نمبر ۱۹۷ چې د اېي ایس اېي د پخواني مشر احمد شجاع پاشا بیان درج دی. په نظر نه راځي او داسې ویل کیږي الجزیره ته د رپورټ نقل ورکولو په وخت تری دغه پانړه ویستل شویدی
بهروز خان
د پاکستان پوځي قیادت چې څومره د کال ۲۰۱۱م د مۍ په دویمه نیټه د ترهګری ډلې القاعده مشر اسامه بن لادن په وژنه وار خطا وو نو هم دومره يې د ایبټ اباد کمیشن د رپورټ په پټه خوریدو پښې رپیدلي دي. ایبټ اباد کمیشن تیر حکومت د اسامه بن لادن د وژنې وروسته جوړ کړی وو چې په دغه اړه پوره تحقیقات وکړي او هغه اسباب معلوم کړي چې بن لادن تر نهه کاله پورې څنګه او چرته چرته پت شویدی.
د کمیشن د ۳۳۶ پانړو رپورټ کې د ۲۰۰و نه زیاتو خلقو نه معلومات اغستي شویدي چې پکې د پاکستان د استخباراتي ادارو اعلې چارواکو، پولیس او د حکومتي افسرانو سره سره د اسامه بن لادن د کورنۍ د غړو سره هم مرکې شویدي.
رپورټ چې د عربۍ ژبې ټیلوژن الجزیره ته په لاس ورغلې، د خوریدو سره سم نه یواځې دا چې حکومت په پاکستان کې د الجزیره ویب ساېټ بند کړی بلکه د پاکستان اعلی پوځي قیادت یوه اجله غونډه هم کړیده چې پکې د نورو مهمو مسلو سره سره د کمیشن په رپورټ هم غور شویدی.
د خورشوي رپورټ تر مخه بن لادن د کال ۲۰۰۲ په نیماېۍ کې له افغانستان نه پاکستان ته راغلې چې نوموړی په وړومبو ورځو کې جنوبي وزیرستان ، بیا باجوړ، سوات، پیښور، هری پور، مانسهره، او په اخره کې د پښتونخوا په ایبټ اباد ښار کې میشته وو. د اجل کور یې ایبټ اباد ثابت شو. د هغه کور هم ایبټ اباد کې د پاکستان د پوځي تربیت تر ټولو لوی اداری کاکول اکیډمۍ په څنګ کې په خصوصي توګه هم د هغه د پاره اباد کړی شوی وو.
په رپورټ کې د پاکستان استخباراتي ادارې ، پولیس او په خصوصي توګه د آېي ایس آېي کارکردګي د نیوکو لاندی راوستې شویده. خو مهمه دا ده چې په رپورټ کې یوه خاص برخه یعنې صفحه نمبر ۱۹۷ چې د اېي ایس اېي د پخواني مشر احمد شجاع پاشا بیان درج دی. په نظر نه راځي او داسې ویل کیږي الجزیره ته د رپورټ نقل ورکولو په وخت تری دغه پانړه ویستل شویدی. څیړونکې واېي دغه برخه د هغه اووه غوښتنو په اړه ده چې امریکا د ۹\۱۱ د ترهګرۍ پیښې نه سمدستي روستو د پاکستان صدر جنرل پرویز مشرف نه کړې وې.
کمیشن رپورټ دا هم په ګوته کوي چې پاکستاني استخباراتي ادارو ته بی حسابه بی کتابه اختیارات پاکستان د یو ناکامه هیواد ثابتولو د خطر سره مخ کړی دی. او بیا دا چې د پوځي قیادت نیشنل سیکورټي پالېسي په خپل لاس کې اخستل هم د ملک په سیاسي قیادت او ادارو بی اعتمادي څرګندوي.
یاده دې وي د بن لادن د وژنې سره سم پاکستانی استخباراتي ادارو په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني خلاف عدالت نه غوښتلي وو چې حقاني راوغواړي او د هغه بیان په اړه تری پوښتنې وکړي چې پکې په حقاني تور لګول شوی وو پاکستاني پوځي قیادت د اسامه وژنه د جمهوري حکومت خلاف استعمال نه کړي.
د بن لادن په وژنه د امریکا د هغه وخت د سي اېي اې مشر لیون پنیټا هم لیکلي وو چې پاکستان سره ېي د زغم حد په ختمیدو دی. او دغه شان امریکاېي حکومت ویلي وو که چری دومره موده بن لادن په پاکستان کې پټ پاتې وو نو دا د پاکستاني استخباراتي ادارو ناکامي ده. او یا بیا دغه ادارو د بن لادن روزنه کړي ده.د ایبټ اباد کمیشن رپورټ کې هم دغه تکرار شویدی.
خو د آېي ایس آېي پخواني مشر جنرل حمید ګل مطبوعاتو ته ویلي د اسامه بن لادن تر نهه کاله پوری پټ ساتل ناکامي نه بلکه یوه غټه لاس ته راوړنه ده. د حمید ګل بیان خلق حیران کړي او فکر کوي چې ایا ددی معنی خو دا نه ده چې بن لادن د پاکستان استخباراتي ادارو تر سوري لاندې ژوند کوو؟
This item is part of
XS
SM
MD
LG