لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قندیل بلوچ د وژنې په مقدمه کې د مرکزي ملزم په خوشي  کېدو فعالانو مایوسي څرګنده کړې


قنديل بلوچ
قنديل بلوچ

د بشري حقونو کارمندانو د قندیل بلوچ د وژنې په مقدمه کې د مرکزې ملزم د خوشي کولو د لاهور های کورټ په فېصله مایوسي څرګنده کړې او پر عدالتې نظام یې پوښتنې راپورته کړې دي.

د لاهور های کورټ د ملتان بېنچ جج جسټس سهیل ناصر د ګل، دوشنبې، په ورځ د قندیل بلوچ د قتل د مقدمې په لړ کې د فریقینو تر منځ د راضي نامې او د ګواهانو د خپلو بیانو څخه د په شا کیدو وروسته د مرکزي ملزم محمد وسیم د خوشي کولو فېصله وکړه.

د بشري حقونو فعالې فرزانه باري وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل په دغه مقدمه کې ریاست خپله مدعې وو، د غیرت په نوم د وژنې قانون منظورې ورسته په دغه رنګه مقدمه کې کورنۍ داحق نه لرې چې تورن کس معاف کړي ولې چې د قانون تر مخه دا به د یو کس نه بلکې د ریاست په ضد جرم وي.

فرزانه باري وویل د ثبوتونو سربیره دغه رنګه پریکړه مخې ته راتلل د ریاستې ادارو خپل د ریاست په ضد پریکړه ده- د دغه پریکړې ورسته په پاکستان کې ښځې ځان نور هم غیر محفوظ کڼې.

کال ۲۰۱۶ کې د قندیل بلوچ د وژنې په تورکې د هغې د دوو وروڼو او مفتې عبدالقوي نه علاوه څلور نور کسان هم نیول شوي وو چې وروسته خوشې کړې شوې وو، البته محمد وسیم ته د ملتان ماډل عدالت کال ۲۰۱۹ کې د عمر بند سزا اورولې وه

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه محمد وسیم د نیولو وروسته اعتراف کړی و چې قندیل بلوچ د کورنې د بدنامې سبب وه چې له سببه یې وژلې وه خو وروسته هغه د خور د وژلو څه انکار کړی و او ویلي یې وو پولیسو دغه تور په زور منلې وو.

د قندیل بلوچ پلار عدالت کې د محمد وسیم د معافې خواست کړې وو چې رد کړې شوې وو .

د قندیل بلوچ د وژنې وروسته د پاکستان پارلیمان په يو قانون کې د بدلون تر مخه د وژل شوې کس د خپلوانو له اړخه دمعافي نامۍ سربیره هم عدالت قاتل ته د عمر بند سزا ورکولی شي- د دغه قانون په موجودګۍ کې د قندیل بلوچ په مقدمه کې راضې نامه څه رنګه ممکنه شوه.

په دې اړه قانون پوهه لطیف افریدی ډیوه سره خبرو کې وايي: د قندیل بلوچ د وژنې پیښه د غیرت په نوم قانون کې د بدلون څخه وړاندې مخې ته راغلې وه- که چېرې یوه پېښه د قانون د منظورۍ نه مخکې وې او قانون نشي پرې لګیدې.

د لاهور هاې کورټ د دغه پریکړې وروسته پر ټولنیزه رسنیو قندیل بلوچ ته د انصاف غوښتنې کیږي.

د بشري حقونو کارمنده نګهت داد خپل ټویټ کې لیکي تورن کس په داسې حال کې خوشې شو چې د هغې د وژنې ورسته په قانون کې بدلون راوستل شوې او ریاست خپله په مقدمه کې فریق جوړ شو د ریاست پر افسوسناک حالت افسوس دې.

د بشرې حقونو کارمنده او لیکواله پلوشه عباس په ټویټرلیکې په ټولنه کې د غیرت په نوم وژنو ډیرو قضیو انجام د قندیل بلوچ د مقدمې په ډول وې- د شپږ کلنې محاکمې وروسته د قندیل بلوچ د وژنې قضیه هم دغه رنګه پاې ته ورسیده.

جرنالسټ او د بشرې حقونو کارمند وجاهت مسعود لیکې په هیواد کې د انصاف تازه حال دا دی چې های کورټ د قندیل بلوچ ورور خوشي کړو، د قامې اسمبلې غړې علې وزیر د ضمانت پر درخواست پریکړه په دریم ځل وځنډول شوه، جنید حفیظ په جیل کې دې او د راشد رحمان قاتل په ازادۍ سره ګرځي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG