لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان وایي پښتونخوا کې په ماشومانو د جنسي تېریو پېښې ډېرې کمې مخته راوړل کیږي


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي په خېبرپښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سيمه کې په ماشومانو جنسي تيری او بېلابېلې نورې د تشدد پېښې ترسره کيږي خو دغه پېښې په ډېر کم شمېر کې په ریکارډ مخې ته راځي.

د حکومتي ادارو چارواکي وايي د ماشومانو سره تړلې د جنسي تېریو او نورې پېښې د تېر وخت په پرتله اوس رپورټ کېږي او په دې کې د ککړ تنانو په ضد ګامونه هم اخستل کيږي.

د ماشومانو د حقونو خوندي کولو د پاره کارکونکې غېردولتي ادارې ساحل په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي په تېرو شپږو مياشتو کې د خېبرپښتونخوا بېلابېلو سيمو نه په ماشومانو د جنسي تيري او نورې د تشدد درې فيصده پېښې رپورټ شوي دي.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي د يادې ادارې له خوا په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو په حقله ورکړل شوؤ شمېرو نه هم زياتې پېښې ترسره کېږي.

د ماشومانو حقونو فعال عمران ټکر ډیوه ته وایي، دا د ټولنې او حکومت د پاره هم يو پېغام دی چې پينځوؤ کالو نه کم عمر ماشومانو سره هم جنسي تيری کيږي.

هغه وایي مخکې به جنسي تېریو سره د مخ هلکانو شمېرې زياتې رپورټ کېدې او د جينکو شمېرې به دومره نه رپورټ کېدې خو دا دويم کال دی چې د جينکو سره د شوؤ پېښو په رپورټ کولو کې زياتوالی راغلی دی.

د خېبرپښتونخوا پوليسو اعلا چارواکو په دې وروستيو کې ويلي وو د پښتونخوا بېلابېلو سيمو نه په کال ۲۰۲۲ کې ۳۶۵ د جنسي تېریو پېښې رپورټ شوې وې چې په کې څلور ماشومان مړه شوي هم وو.

پوليسو دعوه کړې وه چې ماشومانو باندې جنسي تيري کې ککړ ۳۲۹ تنان يې نيولي وو .

د خېبرپښتونخوا د قانون او انساني حقونو د ادارې چارواکي وايي د ماشومانو د حقونو خوندي کولو او ژغورلو د پاره ګڼې ادارې په پښتونخوا کې کارکوي.

د پښتونخوا د قانون او انساني حقونو د ادارې مشر غلام علي وي او ای ډیوه ته وایي، د خېبرپښتونخوا ځينو ادارو په ماشومانو د کېدونکي جنسي تيري په اړه د خلکو د پوهې د پاره پروګرامونه هم چلولي دي.

هغه وایي مخکې به په عمومي توګه ماشومانو سره د جنسي زياتي پيښې نه رپورټ کېدې او دا به په ټولنه کې شرم ګڼل کېدو او خلک به ترې وروسته کېدل.

خو د نوموړي په خبره " اوس داسې نه ده او مونږ ته لرې پرتو سيمو نه هم پېښې رپورټ کېږي او نه يوازې رپورټ کېږي بلکې د فوجدارۍ يا کريمنل مقدمې پرې درج کوؤ او څارنه يې کوؤ".

د خېبرپښتونخوا د قانون او انساني حقونو د ادارې چارواکي وايي د ماشومانو پرضد د هر ډول تشدد او جنسي تيري د پېښو مخنيوی هلته کېدای شي چې حکومتي، غېردولتي ادارې او ټولنه په ګډه کار وکړي.

د ښاغلي غلام علي په خبره " کله هم چې د ماشومانو سره د جنسي زياتي پيښې رپورټ کېږي نو مونږ ته چې څنګه پته ولګي نو مونږ سره نه يوازې دغه اداره په حرکت کې راځي بلکې ماشومانو د حقونو د پاره کمېشن هم موجود دی او ضلعي دفترونه يې هم شته،که ماشومانو ته د قانوني او نفسياتي مرستې حاجت وي هغه ورکړی کېږي او کوم کسان چې په دې کار کې ککړ وي نو د هغه په ضد ټوله حکومتي مشنري په حرکت کې راځي او قانون ته سپارل کيږي"

ساحل په خپل رپورټ کې ويلي د روان کال جنورۍ مياشتې نه تر جون پورې په ټول هېواد کې ماشومانو سره د جنسي تيری ۱۶۳۰ پېښې رپورټ شوي چې په کې تر ټولو زياتې ۷۸ فيصده د پنجاب صوبې نه مخې ته راغلې دي.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي که حکومتي ادارې د ماشومانو په اړه کره شمېرې مخې ته راوړي، خپل مينځ کې روابط زيات کړي او د جوړو شوؤ قوانينو د عملي کولو هڅې وکړي نو د دې پېښو کچه لاندې راتلی شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG