لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: سوات کې د احتجاج کوونکو پرضد مقدمه درج شوې


د سوات د امن جرګې مشر زاهد خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د جمعې په د سوات په بېلابيلو علاقو کې خلک راوتي وو د عوامو جذبات وو په خوازه خېله کې به خلکو نعرې وهلي وي خو د هغو پرضد بيا د ترهګرۍ پرضد مقدمه درج شوې ده.
د سوات د امن جرګې مشر زاهد خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د جمعې په د سوات په بېلابيلو علاقو کې خلک راوتي وو د عوامو جذبات وو په خوازه خېله کې به خلکو نعرې وهلي وي خو د هغو پرضد بيا د ترهګرۍ پرضد مقدمه درج شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د امن دپاره احتجاج کوونکو پرضد مقدمه درج شوې ده، د سوات د قومي جرګې مشر مقدمې د درج کېدو تاييد کړی چې د ترهګرۍ پرضد راوتلي ولس خلاف د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې ده خو د سيمې پولیس وي او ای ډیوه ته په دې اړه په رسمي ډول څه تصدیق نه دی کړی.

وي او اې ډیوه د سوات د پوليس مشر [ډي پي او] زاهد نواز مروت او نورو چارواکو سره د مقدمې په اړه د تماس هڅه کړې خو چارواکو ورته ځواب نه دی ویلی، خو ډان ورځپاڼې د پوليس افسر د خلې ويلي چې مقدمه درج شوې ځکه چې د احتجاج ځينو ګډون والو د امنيتي ادارو پرضد نعرې وهلې او د رياستي ادارو بدناموله هڅه يې کوله.

د جمعې په ورځ د سوات په خوازه خېله او کبل سيمو کې احتجاجونه شوي چې ګډون والو پکې په لاسونو کې بېنرې پورته کړې وې او چې پرې ليکل شوي وو، "مونږ په خپله خاوره امن غواړو".

په سوات کې دغه احتجاجونه په داسې حال کې شوي چې په اتم اګست د سوات په مټه تحصيل کې د يو پوليس او پوځي افسر او سپاهي د وسله والو طالبانو په لاسو د يرغمال کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو او يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

د دې وروسته د خېبرپښتونخوا پوليسو ویلي چې "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

د صوبايي پولیس د بیان وروسته د پاکستان پوځ هم منلي چې د سوات او دیر ترمنځ د غرونو په سرونو وسله وال (طالبان) لیدل شوي چې له ابادۍ ډیر لرې دي او په ظاهره داسې ښکاري چې دغه وسله وال خپلو پلرنیو سیمو کې د بیا میشته کېدو په خاطر د افغانستان نه په غلا را اوښتي دي.

پوځ ويلي وو چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه دشتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي.

د سوات د امن جرګې مشر زاهد خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د جمعې په د سوات په بېلابيلو علاقو کې خلک راوتي وو د عوامو جذبات وو په خوازه خېله کې به خلکو نعرې وهلي وي خو د هغو پرضد بيا د ترهګرۍ پرضد مقدمه درج شوې ده.

هغه زياته کړه، د داسې ډول مقدمو څخه خلک نه ويريږي وړاندې هم په خلکو داسې مقدمې شوي دي دا اوسنی ايف ايي ار سيل کړی شوی دی نه ده معلومه چې دا بیا کله په کار راولي.

د سوات قومي جرګې وياند او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا مشر خورشيد خان وايي، د خوازه خېلې د احتجاج کوونکو ځوانانو پرضد مقدمه درج شوې.

هغه وويل د جمعې په ورځ د بدامنۍ پرضد ځوانان راوتلي وو د امن نعرې يې وهلې خو په دوی مقدمه درج شوې ده، دوی د سوات د چارواکو نه د مقدمې ختمولو غوښتنه کوي او په 17 اګست دوی د سوات د مشرانو جرګه رابللې ده هغه وویل هیله ده چې په دغه جرګه کې به هم په دې مقدمه خبرې وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG