د ایران صدر ابراهیم رییسي د جمعې په ورځ په غزه کې د القدس ورځ په مناسبت د فلسطینیانو لاریون ته تقریر وکړو او په فلسطینیانو يې غږ وکړو چې د اسرایل خلاف دې مبارزه جاري وساتي.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په غزه کې د فلسطینیانو کلیزې دستورې ته د رییسي تقریر څرګندوي چې ایران حماس مسلح ډلې ته څومره اهمیت ورکوي.
د حماس او د اسلامک جهاد نومې وسله والې ډلې په سلګونو پلویانو چې د غزه په یو سټېډیم کې جمع شوي وو، رییسي د انټرنېټ دلارې تقریر وکړو او ټینګار یې وکړو چې د اسرایل خلاف کوښښونه دې په وړاندې بوځي.
ای پي وايی فلسطینیانو ته د یو ایراني صدر دا د خپل نوعیت لومړۍ وېنا وه چې د ایران او د حماس ترینګلي تعلقاتو د ښه کولو دپاره د تېرو څو کلونو د خاموشه سفارتکارۍ نتیجه ده. رپورټ وايي ایران د ډیرې مودې راهسې د حماس سرپرستي کوله خو په شام کې د خانه جنګۍ په سر د دواړ تعلقاتو کشیده شوي وو.
القدس ورځ د روژې د اخېرۍ جمعې په ورځ لمانځل کېږی.
ای پي وايي خپل تقریر کې رییسي په فلسطیني ادارې تنقید وکړو چې په ورستیو ورځو کې يې په عقبه، اردن، او شرم الشېخ، مصر، کې د اسرایل سره نېغ په نیغه مذاکرات کړي دي.
رييسي وویل د خودمختارۍ تحریک نن د فلسطیني جنګیالو په لاس کې دی.
د القدس ورځ په دستوره کې په غزه کې د حماس مشر یحیا السنوار په لبیان او غزه کې وسله وال وستایل چې د هغه په قول په جنوبي اسرایل یې راکټونه ور وېشتلي دي. هغه وویل په اسرایل د راکټونو حمله په الاقصا جومات د اسرایل د یرغل په جواب کې شوې ده. هغه وویل دغه حلمه لکه د بجلۍ شاټ و.
ای پي وايي په تېرو څلوېښتو کلونو کې د القدس ورځ په مناسبت په منځنځ ختیځ کې په زرګونو کسان لارو کوڅو ته راوځي خو دا ورځ په ایران کې په زیاته ډرامايي انداز کې لمانځل کېږي ځکې چې په ایران کې مظاهره کونکي د اسرایل جنډې سوزوي او یروشلم د ازادولو د لوظونو شعارونه پورته کوي.
ای پي وايي که څه هم حماس د سني مسلمانانو ډله ده خو د تنظیم مسلح څانګه ایران سره نژدې تعلقات لري او ایران یې مالي مرسته کوي. رپورټ وايي اسرایل سره مشترکې دښمنۍ ایران او حماس یوځای کړي دي.
ایران حماس سره د خپلې مرستې تفصیلات نه دي څرګند کړي خو حماس په جار د ایران د ملاتړ ستاینه کوي.
ماهرین وايي ایران د حماس مالي او سیاسي مرسته کوي.
د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ رپورټ وايي چې ایران د حماس په شمول فلسطیني وسله والو ډلو ته هر کال 100 مېلین ډالر ورکوي.
ای پي وايي په شام کې خانه جنګۍ حماس په دوو حصو کې تقیسم کړی دی.
په 2012 کې حماس په دمشق کې دفتر بند کړو او د حماس او د اخوان المسلیمون په ضد د صدر بشارالاسد د ګامونو په نتیجه کې حماس شام پرېښودو. حماس د اخوان المسلیمون سره تړون لري.
د ای پي ترمخه د حماس مسلح څانګه ایران ته ورنژدې شوې ده او د حماس او د بشارالاسد ترمنځ مفاهمت په حماس د ایران زیاتېدونکي اثر ته اشاره کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي