لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدرزرداري: د افغانستان، پاکستان تقدیرونه شریک دي


د تاجکستان صدر امام علي رحمانو او د ایران صدر محمود احمدي نژاد
د تاجکستان صدر امام علي رحمانو او د ایران صدر محمود احمدي نژاد

د تاجکستان سرښار دوشنبی کې د افغانستان په موضوع د سیمه ایز هیوادونو د سر مشرانو غونډې ته وینا کې د پاکستان صدرآصف علي زرداري د گل په ورځ وئیلي افغانستان کې د امن او د پرمختگ ملاتړ کوي ځکه چې د افغانستان او د پاکستان تقدیرونه د یو بل سره تړلې دي.

د غونډې د پرانستې دستورې ته خپل تقریر کې، صدر زرداري وویل په افغانستان کې د پرمختگ د ملاتړ په اصل کې د پاکستان د پرمختگ ملاتړ دی.

صدر زرداري د افغانستان په موضوع د سیمه ایزي اقتصادي همکارۍ کانفرنس یا ریجنل اکنامک کواپریشن کانفرنس ان افغانستان په موقع خبرې کولې چې تاجکستان يي کوربه توب کوي.

په دوه ورځني کانفرنس کې د پاکستان او تاجکستان نه علاوه د ایران محمود احمدي نژاد، د افغانستان صدر حامد کرزۍ هم برخه اخلي. ددې نه علاوه غونډه کې د ٧٠ ؤ هیوادونو او نړي والو ادارو استازو هم شرکت کوي.

په سیمه کې د موجود هیوادونو په منځ کې د همکارۍ په ضرورت د زور اچولو په ترڅ کې صدر زرداري وویل سیمه ایز هیوادونه په منطقه کې د موجود مشکلاتو او د موقعو نه خبر دي نو ځکه دا هیوادونه په خپل منځو کې د همکارۍ د لارې د مشکلاتو حل راویستلی شي.

صدر رزداري وویل امید لري چې سیمه ایز هیوادونه به په دې لړ کې خپله ملگرتیه زیاتوي.

هغه په سیمه کې د توانائي د منصوبه ذکر وو کړو او وې وویل ددغه منصوبو ترسره کولو د پاره سیمه ایز او نړي وال ملاتړ پکار دی.

د سیمه ایزې همکارۍ په موضوع خپلو خبرو کې د افغانستان صدر حامد کرزۍ او د تاجکستان صدر امام علي رحمانو وویل د تجارت د ودې اود تاجرانو د پاره تگ راتگ اسانولو په خاطر سیمه ایز هیوادونو باید د یو او د بل د پاره د ویزه شرائط اسان کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG