لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غربي افغانستان کې بمي چاودنه، ١ کس مړ

هرات کې د یو بازار تصویر
هرات کې د یو بازار تصویر

د افغانستان په غربي هرات ښار کې بمي چاؤدنه شوې ده چې یو کس پکښې وژل شوی او د یو پولیس په شمول پنځه نور کسان پکښې زخمیان شوې دي.

چارواکې وائي د گل په ورځ هرات کې چاؤدنه د یو قصاب دکان سره نزدې شوې ده.

د چاؤدنې په حقله خپل رپورټ کې ایسوسې ایټډ پریس نومې خبرې ادارې وئیلې د کوم قصابخانې سره چې چاؤدنه شوې ده، دغه افغان پوځ ته غوښه رسوي. رپورټ کې دا نه دي ویل شوې چې ایا هم دغه قصابخانه په هدف کې اخستل شوې وه.

افغان او نړې وال ځواکونه ددې خلاف د بریدونو پړه په طالبانو اچوي.

هرات د افغانستان په غربي برخه کې د ایران پولې سره نزدې سیمه ده چې د طالبانو اثر پکښې کمزوری گڼلی کیږي خو بیا هم هلته د وخت په وخت د تشدد پیښې رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG