لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وایي راتلونکو ټاکنو کښې به ملي تذکرې کارول کیږي.


د ټاکنو خپلواک کمیشن د چارشنبې په ورځ په خپل یو بیان کښې ویلي چې د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې به ملي شناختي کارډونه (تذکرې) کارول کیږي.

کمیشن مخکې له دې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د پیژندگلو او رجسټر کولو لپاره یو بایومټریک سیسټم وړاندیز کړی و.

د خپلواک کمیشن دغه منصوبه د بودیجې نشتوالی له امله ناکامه شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمیشن عملیاتي مرستیاله، مېرمن وسیمه بادغیسي وویل چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې د موجود کارډونو کارولو پرېکړه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سازمانونو سره د خبرو اترو وروسته شوې ده.

د رای ورکوونکو د رجسټرېشن پروسه به د ٢٠١٨ کال په مارچ میاشت کې شورع شي. د نفوسو د رجسټرېشن ډیپارټمنټ به لس ملیون مستحق خلکو ته د شناختي کارډونو ویشل ممکنه کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیشن ویاند، ګلجان عبدالبادي سیّد وویل: "د دې طریقې په بهیر کې به شفافیت او انصاف په پام کې نیول کیږي چې (په ټاکنو کې) د هر ډول خیانت مخه ونیول شي".

په هرصورت، څارونکي گڼي چې دا پلان به د ټولټاکنو شفافیت باندې منفی اغیزه ولري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي رییس، یوسف راشد وویل "دا پلان واقعاً ننګونې او ډیرې نیمګړتیاوې لري خو مونږ هیله لرو چې کمیشن به دې ته پام وکړي، او د ټاکنو کمیشن کیدلې شي چې د وخت نشتوالي له لاسه دې ته په وخت چمتو نه شي".

د ټولټاکنو د کمیشن دننه د مدیریت بحران او د رایې ورکوونکو د نوملړ نشتوالی، د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو ټولټاکنو لپاره لویه ستونزه ګڼل کیږي کوم چې د اتو میاشتو څخه کمه موده کښې کیدونکې دي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG