لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت طالبانو ته: د سولې اصلي ځاې روس او چین نه، افغانستان دی


روس د طالبانو د وفد سره د خبرو اترو پخلی کړی او ویلي دوي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ خبرو اترو بیا شروع کولو په ضرورت زور راوړی.
روس د طالبانو د وفد سره د خبرو اترو پخلی کړی او ویلي دوي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ خبرو اترو بیا شروع کولو په ضرورت زور راوړی.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ د افغان طالبانو د یوې ډلې روس ته د سفر په غبرګون کې ویلي، طالبانو ته به د روس او چین د سفرونو نه هیڅ هم ترلاسه نه شي او زیاته کړې ده چې د سولې اصلي ځای د افغانستان خلک دي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یو خبري غونډې ته د وینا په وخت ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ختمیدو وروستو طالبان په سیاسي سفارتکارۍ کې ناکامه شوي.

نوموړي ویلي افغان حکومت د سولې خبرې اترې مخ په وړاندې بوتلل ودرولي او دا چې د افغانستان صدارتي انتخابات دا وخت د حکومت لومړۍ ترجیح ده.

صدیق صدیقي زیاته کړې د صدارتي انتخاباتو په نتیجه کې راتلونکی افغان حکومت به د طالبانو قطر دفتر سره د افغان صلحې خبرو اترو په اړه فیصله کوي.

روانه میاشت د امریکې سره د اوږدو خبرو اترو ځنډیدو وروستو د افغانستان راتلونکې په سر خبرو اترو لپاره طالبانو خپل یو وفد روس ته لیګلی.

روس د طالبانو د وفد سره د خبرو اترو پخلی کړی او ویلي دوي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ خبرو اترو بیا شروع کولو په ضرورت زور راوړی.

روسي میډیا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د خولې ویلي د طالبانه پلاوي افغانستان کې د روس سفیر ضمیر کابلوف سره لیدلي او په افغانستان کې یې ورسره د صلحې په روان بهیر خبرې اترې کړي.

د افغانستان د طالبانو یو پلاوی تیره ورځ (جمعې) د روس سرښار ماسکو ته سفر کړی . د اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د طالبانو دغه ډله روس ته په داسې حال کې رسېدلې ده چې څو ورځې وړاندې امریکې د طالب استازو استازو سره په امریکا کې کېدونکې خبرې ختمې کړي دي.

ای پي د روس حکومتي خبري ادارې تاس له قوله وویل چې په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین وویل طالب استازو په ماسکو کې د ضمیر کابلوو سره خبرې وکړې. ښاغلی کابلوو د افغانستان دپاره د روس صدر ولادېمیر پوټن استازی دی.

ای پي وویل چې د طالبانو یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط روس ته د طالب استازو د سفر تصدیق وکړو.

د روس انټرفېکس خبري ادارې د روسي خارجه وزارت د ترجمان له قوله وویل چې روسي مامورینو او طالبانو په خبرو کې د امریکې او طالبانو خبرې دې بیا پېل کړی شی او دا چې طالبان د واشنگټن سره خبرې بیا شروع کولو ته تیار دي.

ای پي وايي امریکې سره د خبرو ختمیدو وروسته روس ته د طالبانو تگ د دوي لومړی نړیوال سفر و. د طالبانو د پلاوي مشري ملا شیرمحمد ستانکزي کوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG