لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو هلمند کې د حکومت پرضد حمله کړې


طالبانو د هلمند ولایت په گریشک اولسوالۍ کې د پولیس او افغانستان د استخباراتي ادارې دفتر په هدف کړی و
طالبانو د هلمند ولایت په گریشک اولسوالۍ کې د پولیس او افغانستان د استخباراتي ادارې دفتر په هدف کړی و

د افغانستان په هلمند ولایت کې مسلح طالبانو د حکومت پرضد حمله کړې ده چې په نتیجه کې يي د فریقینو ترمنځ جگړه کې اووه حمله کونکې او یو پولیس وژل شوي دي.

طالبانو د هلمند ولایت په گریشک اولسوالۍ کې د پولیس او افغانستان د استخباراتي ادارې دفتر په هدف کړی و.

په هلمند کې د ولایت د امنیت یو چارواکې عبدالجبار قهره مان وي او ای ته ویلي حکومتي عسکرو اووه حمله کونکې وژلي او نورو د لمنځه وړلو دپاره جگړه روانه ده. قهره مان وویل مامورین شک کوي چې حمله کونکو کې ځان وژونکې هم شامل دي.

مامورینو ویلي جگړه کې یو پولیس هم وژل شوی او گڼ شمیر نور زخمیان شوي دي.

د طالبانو یو ترجمان قاري یوسف احمدي گریشک کې د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې او حکومتي ځواکونو ته يي په لویه کچه د جاني نقصان رسولو دعوه کړې.

هلمند کې طالبانو سره د جگړې په ترڅ مامورینو د قندهار او هرات ولایتونو ترمنځ لویه لار وتړلې چې په نتیجه کې يي په زرگونو خلک په لاره ایسار شوي دي.

هلمند چې افغانستان کې د افیمو د پیداوار لوې مرکز دی طالبان پکې هم زیات فعاله دي. په تیرو څومیاشتو کې وسله والو د ولایت اکثر اولسوالۍ په خپله قبضه کې اخیستې دي.

په عین حال کې رپورټونه وايي د افغانستان په غربي هرات ولایت کې طالبانو د حریفو ډلو ترمنځ جگړو کې اوویه طالبان وژل شوي دي چې پکې ویل کیږي ځنې د ډلې اهم کمانډران هم شامل دي. طالبانو په خپل منځو کې جنگ هم ددې هفتې په شورو کې په شین ډنډ اولسوالۍ کې طالبانو د مشر ملااختر منصور د حامیانو او د یوې منحرفې ډلې ترمنځ شوی چې مشري يي ملا محمد رسول کوي.

فراح او نیمروز ولایتونو نه هم طالب وسله والو د شین ډنډ په جگړه کې برخه اخیستې ده خو طالب ترجمانانو لا په خپلو صفونو کې د جگړې تصدیق نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG