لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د ډزو او تشدد په پېښه کې افغان خبریال احمد هنایش ژوبل شوی


د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د ډزو او تشدد په پېښه کې يو افغان خبريال ژوبل شوی دی، پوليس وايي په خبريال او ملګري يې غله راغلي موبايل ‏یې ترې اخستو او د دوی په مزاحمت غلو په دوی ډز کړی او په تماچه یې پرې ګوزار کړی دی.‏

ازادي رېډیو خبر ورکړی خبريال یې احمد هنايش په اسلام اباد کې په وسله وال بريد کې ژوبل شوی دی.‏

د خبر ترمخه، "احمد هنایش چې کلونه کلونه یې کابل ته څېرمه له شمالي ولایتونو ازداي راډیو ته راپورونه برابرول، له یوې مودې راهیسې په پاکستان کې ‏مېشت وو".‏

د اسلام اباد په ابپاره پوليس تاڼه کې د پېښې رپورټ درج کړل شوی دی.‏

اېف آی ار يا ابتدايي اطلاع رپورټ د عبدالعلیم په مدعيت کې درج شوی او ویل شوي، هغه تېره شپه خواوشا ‏‎11‎‏ بجې د ملګري سره د جيم څخه خپل ځای ‏ته روان وو، درې نامعلومه هلکان په ‏‎125‎‏ هونډا موټر سايکل راغله، په دوی په تماچه حمله کړې موبايل یې ترې اخستی، او په دوی کې يو تن بيا په ده ‏حمله کړې، ده ورسره مزاحمت کړی نو هغه پرې بيا ډز کړی په کيڼه پښه یې ګولۍ لګېدلې او په سر یې ورله په تماچه ګوزار کړی دی.‏

هغه ويلي، دوی بيا شور کړی نزدې د ګېسټ هاوس نه تن راغلی پوليس ته یې خبر ورکړی او پوليسو هغه بيا د اسلام اباد پمز روغتون ته بوتللی دی.‏

د ډيوه خبرياله رابعه پير وايي، د ابپاره پوليسو ورته ويلي، دا د غلا پېښه معلوميږي.‏

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.‏

پاکستان کې تېر کال د افغان کډوالو د نيولو په وخت، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې د اکتوبر په مياشت کې دعوه کړې وه چې د پاکستان په ‏مختلفو برخو او اسلام اباد کې خواوشا ‏‎1000‎‏ تنه افغان کډوال نيول شوي، او د افغانانو د نیولو په وخت ځينې کسان وژل شوي هم وو.‏

خو د اسلام اباد پوليسو د وژنې د کومې پېښې خبر رد کړی وو.‏

تېر کال د اګست په مياشت کې اسلام اباد کې يوې افغانې کډوالې جينۍ د پينځم منزل نه رادانګلي او په مبينه توګه خودکشي یې کړې وه، پوليس او په ‏اسلام اباد کې افغان کډوالو وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړې وه.‏

په اسلام اباد کې افغان کډوالې د بشري حقونو فعالې زهرا واحدي اختري وي او اې ډيوه ته د یادې پېښې په اړه ويلي وو، چې دغه "جينۍ مريم نومېده ‏تعلق یې په افغانستان کې د بلخ ولايت سره دی او خودکشي یې کړې او پرون بيا په اسلام اباد کې خاورو ته سپارل شوې ده".‏

هغې زياته کړې وه، "مريم امريکا ته د تلو دپاره اسناد جمع کړي کورنۍ یې غريبه ده حال یې ښه نه دی تر دې چې کورنۍ ته یې پېسې ټولې شوي او په هغې ‏یې بيا هغه خاورو ته سپارلې".‏

د اختري په خبره، "په اسلام اباد کې دغه د افغان کډوالو د خودکشۍ يا ځان وژنې درېمه پېښه وه چې په درېو میاشتو کې شوې، له دې وړاندې دوه هلکانو ‏ځان وژنې کړې وې".‏

د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د تېر کال د شمېرو ترمخه، په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، ‏‏اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن (اې سي سي يا افغان سيټيزن) کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ‏ترمخه هغه افغان کډوال دي چې هیڅ رقم اسناد نه لري.‏

د پاکستان د تېر نګران حکومت نه د مخکيني حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه ‏کلونو کې د افغانستان نه د ‏اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.‏

په ياده موده کې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG