لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ژونالستان په نړیوالو مطبوعاتو د طالبانو د پابندۍ غندنه کوي


خبریالان دغه ګام د بيان د ازادۍ په ضد بولي او وايي طالبان غواړي چې د ځايي میډیا په شان بهرني مطبوعاتو هم کنټرول کړي. ژورنالستان وايي مطبوعات په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې څرګندوي
خبریالان دغه ګام د بيان د ازادۍ په ضد بولي او وايي طالبان غواړي چې د ځايي میډیا په شان بهرني مطبوعاتو هم کنټرول کړي. ژورنالستان وايي مطبوعات په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې څرګندوي

افغان خبریالانو د طالبانو دا فېصله غندلې ده چې افغان نشریاتې ادارې به د ځینو نړیوالو مطبوعاتو خپرونې په خپلو چېنلو د ملک دننه نه نشر کوي.

خبریالان دغه ګام د بيان د ازادۍ په ضد بولي او وايي طالبان غواړي چې د ځايي میډیا په شان بهرني مطبوعاتو هم کنټرول کړي. ژورنالستان وايي مطبوعات په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې څرګندوي.

هغه افغان مطبوعات چې د وایس اف امریکا، د برطانيي نشریاتي ادارې بي بي سي او د جرمنې مطبوعاتي ادارې ډویچی وېلی ځینې پروګرامونه به یې د دغو ادارو سره د همکارۍ دلارې په خپلو چینلو نشر کول، طالبانو د داسې کولو نه منع کړي دي.

دریو واړو ادارو د طالبانو د فېصلې غندنه کړې او دا یې د رای د ازادۍ په ضد ګام بللی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د څار مشر وي او ای ډيوه ته ویلي د امريکا غږ او بي بي سي په نشر کېدونکو موادو اعتراض نه لري خو د دواړو ادارو پروګرامونو پېش کوونکو ښځينه کارمندانو لباس د اسلامي تعليماتو او افغان کلتور سره سمی نه خوړو ځکه دغه بندېز لګول شوی دی۔

په افغانستان کې طلوع نيوز او شمشاد ټي وي په اوونۍ کې پنځه ورځې د امريکا غږ نيمه ساعتي خبري خپرونې په پښتو او دري ژبو کې خپروي، د طالبانو د يو چارواکي په وېنا دغه ټي وي چېنلې د امريکا غږ او بي بي سي پروګرامونو نشر کولو څخه ځکه منع کړل شوي چې په برنامو کې راتلونکو ښځينه کارمندانو لباس د افغانستان کلتور سره سمون نه خوړو۔

افغان خبريال نقيب احمد اتل د طالبانو دغه پرېکړه د بيان د ازادۍ په ضد بللې او ويلي دي چې په دې توګه طالبان د ځايي رسنيو په څېر بهرنۍ مطبوعاتي ادارې هم کنټرول کول غواړي. "اصلي علت دا دې چې دوی نه غواړي چې افغانستان کې داسې ازادې رسنۍ فعاليت وکړي چې د دوی د لاس لاندې نه وي."

د وايس اف امریکا موقتې مشرې يولاندا لوپيز د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل، "مونږ د طالبانو څخه غواړو چې په دغه پرېکړه بيا غور وکړي، په خپرونو بندېز لګول غېر اخلاقي او د رايې د اظهار د ازادۍ خلاف دي کومه ازادي چې د افغان ولس حق دی"

نوموړې د طالبانو په دغه پرېکړه د مايوسۍ او خفګان څرګندونه کړې او ويلي دي دوی ژمنه کوي چې افغان ولس ته به کره مالومات ورکوي، او خپلې خپرونې به د ټيلي ويژن، رېډيو او سوشل ميډيا د لارې دومداره ساتي۔

د بي بي سي طارق کفالا ويلي، "د بي بي سي د ټيلي ويژن خپرونې چې په پښتو، فارسي او ازبک ژبو کې خپرول کيږي، په ټيلي ويژن چېنلو ودرول شوي دي، بي بي سي د افغانستان موجوده صورت حال کې دغه ګام د اندېښنې وړ بللې او په طالبانو يې غږ کړی چې د دوی د خپرونو څخه دې بندېز لرې کړي۔

د ډویچی وېلی افغان څانګې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ډي ډبلیو افغان همکاران به د ادارې نشریات بیا نه خپروي.

ډي ډبلیو وویل په افغانستان کې د ادارې په نشریاتو په بیا خپرول کېدو د بندیز له امله به یې په طلوع تلویزیون سیاسي خپرونه او په شمشاد او په ارایانه تلویزیون د ساینس پروګرامونه متاثر شي.

د ډي ډبلیو مشر پیټر لېمبرګ په افغانستان کې په مطبوعاتو زیاتېدونکي بندیزونه د پرېشانۍ وړ دي.

د پیټر لېمبرګ بیان ډي ډبليو په خپله وېب پاڼه خپور کړی دی. هغه وویل طالبانو دا کار جرم ټاکلی چې د ډي ډبلیو افغان همکاران به د جرمن ادارې نشریات نه خپروي. هغه زیاته کړه د طالبانو دا ګام د مثبت پرمختګ مخه نیسي.

د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د رسنيو د څار ادارې مشر عبدالحق حماد وي او ای ډيوه ته وویل چې د دواړو ادارو پروګرامونو وړاندې کوونکو ښځينه کارمندانو داسې لباس کولو چې د هغې ځايي کلتور اجازه نه ورکوله نو ځکه دغه ګام واخېستولې شو۔

نوموړي زياته کړه چې د دې رسنيو د موادو سره د دوی څه ستونزه نه وه خو په دې رسنيو کې د پرېنزنټرانو داسې لباس کېدو چې هغې ته افغاني کلتور اجازه نه ورکوله۔ هغه دا هم وويل چې څو څو وارې دغو چېنلو سره یې خبرې هم وکړې چې د هغه په قول مغربي کلتور ښکاره نه کړي او افغان ثقافت کې خپل نشريات وکړي خو دوی دې ته پام نه کولو.

د خبریالو د تحفظ نړیوالې ادارې رپوړرټرز وداوټ بارډز د ډسمبر په میاشت کې په خپله يوه نظر پوښتنه کې ويلي وم چې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې 40 فيصده مطبوعاتې ادارې تړل شوي او 80 فيصده ښځينه خبريالانې بې روزګاره شوي دي۔

د نظر پوښتنې ترمخه په 15 اګست طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې 6400 خبريالانو او په مطبوعاتي ادارو کې کار کوونکو خپلې دندې د لاسه ورکړي دي۔


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG