لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریالان: د طالبانو په واکمنۍ کې د مطبوعاتو ازادي ممکنه نه ده


خبریال چې د وي او ای سره یې د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط خبرې کولی وویل په تېرو شلو کلونو کې چې افغان مطبوعاتو کومه ازادي لرله د طالبانو په واکمنۍ کې به ممکنه نه وي
خبریال چې د وي او ای سره یې د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط خبرې کولی وویل په تېرو شلو کلونو کې چې افغان مطبوعاتو کومه ازادي لرله د طالبانو په واکمنۍ کې به ممکنه نه وي

د افغانستان د غېر حکومتي مطبوعاتو یو شمېر خبریالان وايي د طالبانو د لوظونو باوجود د دوی په واکمنۍ کې ممکنه نه ده چې مطبوعات ازاد پاتې شي.

د افغانستان د طلوع ټېلې وژن یو خبریال چې دا مهال د ملک نه بهر دي وایس او امریکا یې ویلي په افغانستان کې د مطبوعاتو اینده د "تیاره" سره مخامخ دی.

دغه خبریال چې د وي او ای سره یې د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط خبرې کولی وویل په تېرو شلو کلونو کې چې افغان مطبوعاتو کومه ازادي لرله د طالبانو په واکمنۍ کې به ممکنه نه وي.

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته خپل لومړي خبري کانفرنس کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل که چېرې مطبوعات د اسلامي اصولو پابندي کوي او د ملک مفاد سره سم چلن کوي نو "ازاد او خپلواکه" به وي.

خو خبریالان وايي طالبان د دې خبرې وضاحت نه کوي چې "اسلامي چوکاټ" د دوی دپاره څه معنا لري.

د طالبانو په پخواني دور کې مطبوعاتو د فعالیت اجازت نه لرلو او حکومتي ميډیا به طالبانو د خپلو تبلیغاتو دپاره استعمالوله.

طالبانو په واک کې د راتلو وروسته افغان مطبوعاتو کې داسې رپورټونه راغلي چې طالبانو په حکومتي مطبوعاتو کې کارکوونکو ښځو خبریالانو ته ویلي چې کار ته دې نه ورځي، طالب وسله وال د خبریالانو په لټون کې کور په کور ګرځېدلي دي او د مطبوعاتو په خپرونو کې یې تبدیلۍ کړې دي.

خبریالې شکیلا ابراهیم خیل وي او ای ته ویلي د طالبانو بیرته راتګ مطلب دی چې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي ختمه شوه.

شکیلې په کال 2004 کې په داسې وخت کې طلوع ټیلې وژن سره کار شروع کړی و چې په مطبوعاتو کې د مېرمنو خبریالانو شمیره ډیره کمه وه.

په کال 2016 د طالبانو په ځانمرګي حمله کې د هغې اووه همکارانې ووژل شوې او د هغې ژوند بدل شو.

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته خپل لومړي خبري کانفرنس کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل که چېرې مطبوعات د اسلامي اصولو پابندي کوي او د ملک مفاد سره سم چلن کوي نو "ازاد او خپلواکه" به وي
په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته خپل لومړي خبري کانفرنس کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل که چېرې مطبوعات د اسلامي اصولو پابندي کوي او د ملک مفاد سره سم چلن کوي نو "ازاد او خپلواکه" به وي

طالبانو د حملې ‌ذمه واري په غاړه اخیستې وه او شکیلا وايي طالبانو وویل چې په وژل شویو کسانو کې هغه هم شامله وه.

د دغې حملې څو میاشتې وروسته شکیلا او د هغې بچو افغانستان پرېښودو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د طلوع په کارکوونکو د حملې نه علاوه په تېرو شلو کلونو کې په طالبانو په مطبوعاتو د نورو حملو الزامات هم پورې کېږي.

د افغانستان د کمیټي ټو پروټېکټ ژورنلسټس د مطبوعاتو مطابق د 2013 نه تر 2020 پورې په افغانستان کې 67 خبریالان وژل شوي دي چې د 27 خبریالانو د وژنې الزام په طالبانو پورې کېږي.

شکیلا ابراهیم خیل وايي ځینې مطبوعات په داسې صورت کې فعالیت کولی شي چې د طالبانو خبرو ته غوږ ږدي او دا چې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د طالبانو په لوظونو اتبار نشي کېدلی.

خبریالانو د تحفظ نړیواله اداره رېپورټرز ود اوټ بارډرز وايي د طالبانو په واک کې د راتګ وروسته مېرمنو مطبوعاتو نه تګ شروع کړی دی.

ار اېس اېف دا هفته په خپل رپورټ کې وویل په کابل کې دا وخت د سلو نه کمې خبریالانې کار کوي او په ولایتونو کې ښځو صحافت پرېښودی دی. اداره وايي د کال 2020 په مقابل کې د ښځو خبریالانو په تعداد کې لوی کمی دی.

په هلمند کې مېشته یو خبریال وایي یو وخت وو چې په دغه ولایت کې 16 ریډیو او ټېلې وژن سټېشنې وې خو دا وخت پکې یوازې پنځه سټېشنې فعال دي.

د خبریال ترمخه د هلمند دغه سټېشنې د طالبانو د قدغنونو او مالي وسایلو د کمي له امله بند شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په کندهار کې طالبانو رېډیو سټېشنونه منع کړي چې موسیقي به نه غږوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG