لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ژورنالستان وايي طالبانو د واکمنۍ نه پس یې معاش او امنیت خراب شوي


 ميډيا د ازاۍ په اړه د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايس اف امريکا ته ويلي چې رپورټران هغه هر څه ليکلی او خورولی شي چې ريښتيا وي او تش الزامونه نه وي، زمونږ ورسره کومه ستونځه نشته
ميډيا د ازاۍ په اړه د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايس اف امريکا ته ويلي چې رپورټران هغه هر څه ليکلی او خورولی شي چې ريښتيا وي او تش الزامونه نه وي، زمونږ ورسره کومه ستونځه نشته

افغان ژورنالستان وايي پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو اقتصاد او امنيت وضع له خطر سره مخامخ شوې او دوی نه شي کولی چې په ازاده توګه خبريالي وکړي او معاش وګټي۔

د خبريالانو په وېنا په افغانستان کې که يو خوا ګڼ شمېر ښځينه خبريالانې د ډول ډول ګواښونو د لاسه په کورونو ناستې دي نو بلخوا د ځينو رسنيو مالي سرچينو د وچېدو سره سړي کارمندان هم له تنخوا څخه محرومه دي او معاشي وضعيت يې ورځ تر بلی خرابېږي۔

بلخوا په وروستيو کې د طالبانو ترجمان ذبېح لله مجاهد وي او ای ته ويلي چې رپورټران هغه هر څه کولی او خپرولی شي چې رېښتاي وي او تش الزامونه نه وي او طالبان دس کومه ستونځه نشته دی۔

په افغانستان کې د خبريالانو د وظيفو ترسره کوولو او د هغوي د امنيت په اړه افغان خبريال او ليکوال نقيب احمد اتل وايس اف امريکا ډيوه ته وويل خبريالان د سخت فشار لاندې کار کوي او نشي کولې چي په ازادۍ سره خبرونه ورکړي۔

" دلته اوس مهال طالبان په مستقيم او غېر مستقيم ډول ځيني خبريالان او رسنوال ګواښي او په هغوی باندې فشار راولي چې تاسو بايد خپل فکر او د بيان ازادي محدوده وساتۍ، په ځينو سيمو کې حتی خبريالان وخلی شوي او ټکولی شوي هم دي، ځني بندي کړل شوي هم دي او اوس هم دغه مستقيم او نا مستقيم فشارونه وارېدېږي، دلته سوشل ميډيا او نورې رسنۍ چې دي دا ټولې رامحدوده شوي دي"

خبر يالان وايي په افغانستان کې سړو ترڅنګ ښځينه خبريالانې هم د ګواښونو سره مخ دي او د طالبانو د کابل نیولو وروسته يو شمېر په ميډيا کې کار کوونکې ښځې اوس په کورونو ناستې دي۔

په دې حقله وايس اف امريکا ډيوه سره د خبرو په مهال د افغانستان احمدزی چې د تېرو درې کالونو راهسې يې د ميډيا په برخه کې کار کوولو وايي يوازې په کابل کې مېرمنې په ځينو ميډيا ادارو کې کار کولی شي خو په نورو صوبو کې مېرمنې د خپل ژوند د خاطره نشي کولی چې په رسنيو کې کار جاري وساتي۔

" رسنۍ چې کله طالبانو افغانستان ونيولو نو هغه ورځې وروسته مونږه نه وظيفې ته تللي يو او نه دغه جرات کولی شو چې لاړ شو، په کومو نورو ادارو کې چې مېرمنې کار کوي هلته خو هغوی هم نشي کولې چې لاړې شي زمونږه وظيفه خو له پرېږده، دلته هره ورځ يو نفر بل نفر په يو نوم په بل نوم وژلی کېږي، يعنې عموما دوی د لويي ګواښ لاندې دي، يعنې دوی ته داسې تحديدات شته چې دوی لاړ شي وظيفې ته نو د دوی کورنۍ ته لوۍ تحديد دی"

بلخوا په وروستيو کې د ميډيا د ازاۍ په اړه د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايس اف امريکا ته ويلي چې رپورټران هغه هر څه ليکلی او خورولی شي چې ريښتيا وي او تش الزامونه نه وي، زمونږ ورسره کومه ستونځه نشته۔

د افغان ژورنالستانو د دفاع کمیټۍ لخوا شريک کړل شويو مالوماتو ترمخه له 70 سلنې څخه زیاتې رسنۍ د مختلفو علتونو له وجې په افغانستان کې تړلې شوې او همدارنګه یو زیات تعداد مسلکي خبریالان له هیواد څخه بهر ته ووتل۔ مالومات زياتوي اطلاع رسونه او د کره خبرونو د دوران سطح،‌ تر ټولو هغه ټیټې کچې ته رارسیدلې ده۔ په دې حقله د کميټۍ مشر معيد هاشمي وايس اف امريکا ډيوه ته وايي۔

" افغانستان کې د نوي اوختون نه وروسته ګڼ شمېر رسنۍ د مالي سر چينو وچېدو له امله بندې دي، د خبريالانو لپاره معاشات نه شي برابرولی، د اعلاناتو برخه په ټپه ودرېدلې ده، بله وجه يې دا ده چې د اکثره رسنيو مشران باهر تللي او هلته يې پناه اخېستې ده، او کارمندان يې د جاب سيکيورټۍ د نه درلودو په اندېښنه کې دي، د ژورنالستانو د کار د کمېدو درېم علت دا دی چې اطلاعلاتو او مالوماتو ته لاس رساۍ هم کم شوی دی او ټول مالومات دوی ته په واک کې نه ورکول کېږي"

د افغان ژورنالستانو د دفاع کمیټۍ مشر وايي پرافغانستان د طالبانو واکمنۍ وروسته ټول اساسي قوانین معطل شوي دي نه طالبان پوهیږي چې له دوی سره په کوم قانون چلند وکړي او نه دوی پوهیږي چې د کوم قانون لاندې خپل حقونه وغواړي۔ دې زياتوي بايد د اطلاعاتو له پاره د طالبانو حکومت موجوده وخت کې يو قانون وضع کړي چې ژورنالستان د هغې ترمخه په ازادۍ سره خبريالي کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG