لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناروې: اروپايي ټولنه او ګاونډیان باید افغان کډوال په زوره و نه باسي


له هرو لسو راستانه شویو افغان کډوالو څخه اوه تنه یې د تاوتریخوالي له امله اړ ایستل شوي دي چې بیرته له خپل هېواد څخه ووځي.

دغه خبره د کډوالو په چارو کې د ناروې کمېټې (ان ار سي) په خپل یو نوي راپور کې کړې ده او ویلي یې دي، چې ددوي د راپور له مخې باید اروپايي او ګاونډي هېوادونه د افغانانو ویستل بند کړي او په دې برخه کې په خپلو سیاستونو له سره غور وکړي.

یاده کمېټه وايي، اوس ددې وخت نه دی چې افغانان له نورو هېوادونو څخه وویستل شي ځکه جګړه ځپلی افغانستان د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره مناسب ځای نه دی.

راپور زیاتوي، د کډوالو د ویستلو په برخه کې پرېکړه کونکي به هغه وخت ډیر پښېمانه وي کله چې په ټول افغانستان کې حالات نور هم خرابېدو خواته ولاړ شي.

ان ار سي په خپل راپور کې دا هم لیکلي دي، چې افغانستان ته د ستانه شویو کډوالو څخه ۷۲ فیصده یې د دوهم ځل لپاره او زیات نور بیا حتی د دریم ځل لپاره هم بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې په اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه ډیره راکمه شوېده.

پاکستان هم ویلي، چې د افغان کډوالو د ویستلو نېټه به نوره و نه ځنډوي او باید افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.


په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو په وار وار ویلي چې د پولیسو لخوا ځورول کیږي او دې ته اړ ایستل کیږي چې افغانستان ته ستانه شي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دوي د بیرته ستنېدو لپاره هېڅ ډول چمتوالی نه شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG