لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي پاکستان بیا په کونړ د توغندیو برید کړی


پاکستان د تېرې څه مودې داهېسې د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګوولو او نویو قلعو او چیک پوسټونو جوړولو کار شروع کړی دی او پوځ یې ویلي دي چې زیاتره کار سر ته رسوول شوی دی. پاکستان وايي د دغه اقداماتو هدف په پوله د غېرقانوني حرکت مخه نیول او امن او امان ښه کول دي
پاکستان د تېرې څه مودې داهېسې د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګوولو او نویو قلعو او چیک پوسټونو جوړولو کار شروع کړی دی او پوځ یې ویلي دي چې زیاتره کار سر ته رسوول شوی دی. پاکستان وايي د دغه اقداماتو هدف په پوله د غېرقانوني حرکت مخه نیول او امن او امان ښه کول دي

د افغانستان دفاع وزارت او د کونړ ولایت ځايي مامورینو ویلي د پاکستان پوځ د کونړ د شلتن ولسوالۍ په شوګان سیمه د توغندیو برید کړی خو مرګ ژوبله یې نه ده کړي.

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستاني پوځیانوبریدونه د افغانستان د بشپړتیا "ښکاره سرغړونه"وبلله.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه افغان دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ د پاکستاني پوځیانو دغه بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو او معیارونو خلاف وبلل.

اشنا وویل رسنیو ته د دفاع وزارت د مرستیال ویاند فواد امان په لېږل شوي غږیز پیغام کې په دې اړه وویل "د پاکستان راکټي بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تجاوز دی او همدارنګه د پاکستاني پوځیانو دغه کار د ټولو نړیوالو معیارونو او قوانینو خلاف دی، موږ له پاکستاني پوځیانو غواړو چې د افغانستان پر خاوره بریدونه بند کړي."

پاکستان د افغان مامورینو په ورستۍ دعوو لا څه نه دي ويلي خو وړاندې یې ویلي وو چې هغه ځایونه په توغندیو ولي چې د پاکستان ضد عناصر موجود وي او پاکستان ته یې خاطر متوجې وي.
د کنړ ولایتي شورا وویل چې د پاکستان د پوځ له لوري تر 35 توغندي په شلتن ولسوالۍ توغول شوي چې مالي زیانونه یې اړولي دي

د کنړ ولایتي شورا وایي چې پاکستان د کالونو راهیسې پر افغان خاوره د توغندیو بریدونه کوي او دغه بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې باید د مخنیوي لپاره نړیوالې ټولنې ته په رسمي ډول شکایت وکړي.

د کنړ ولایتي شورا غړی محمد صافی وایي چې د کنړ موضوع دې حکومت جدي وکڼې او د حل لپاره دې یې د پاکستان سفیر احضار کړل شي.

ښاغلی محمد صافی زیاتوي "د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره باید په نړیواله ټولنه کې خپل شکایتونه او اسناد جمع کړل شي، او همدا شان په کابل کې دې د پاکستان سفیر احضار او په پاکستان کې دې افغان سفیر د پاکستان حکومت سره پدې اړه خبرې وکړي تر څو د دیپلوماتیکو خبرو اترو د لارې یاده ستونزه حل شی"

یاد بریدونه داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې هم په کنړ ولایت د توغندیو بریدونه شوي وو چې عامو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولي وه.

د سیاسي چارو شنونکي وایي چې د ډیورڼډ کرښه د کړکېچ ډکه کرښه ده پاکستان او نه هم افغانستان کولی شي چې دلته کوم تاسیسات جوړ کړي، خو پاکستان د ټولو نړیوالو حقوقو پر خلاف تاسیسات جوړ کړل او په افغان خاوره توغندي ولي چې هر ځل بې ځوابه پاتې کیږي، همدا لامل دی چې پاکستان بار بار ورته عمل ښیي .

د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد هدایت الله پکتین وایي چې افغانستان په نړیوال سازمان کې یو لوی متحد امریکا لري چې د هغه له ادرسه هڅه وکړل شي تر څو په نړیوالو دستګاوو کې دغه موضوع مطرح کړل شي.

ښاغلی پکتین یې په اړه وایي" د پاکستان دغه عمل د افغانستان پر خاوره باندې ښکاره تعرض دی ځکه د افغانستان پر خاوره توغندي لګیږي زموږ هیوادوالو ته زیان اړوي، که دغه موضوغ همداسې بې ځوابه پاتې کیږي پاکستان به باربار دا هڅې کوي تر څو د افغانستان د کمزورتیا څخه ګټه پورته کړي، په کار ده چې افغانستان په نړیوال سازمان چې هلته یې یوه لویه متحده امریکا ده باید د هغه له ادرسه هڅه وکړل شي او د افغانستان په خاوره د پاکستان د تیريو موضوع په نړیوالو دستګاوو کې مطرح کړي"

افغان مامورین وايي د افغانستان پر خاوره د پاکستان لخوا نه د څو کالونو را هیسې د ډیورنډ کرښې ته نږدې د کنړ په څو ولسوالیو باندې د پاکستاني پوځ له لوري راکټي بریدونه کیږي او د تیرې چهار شنبې په ورځ په سرکاڼو ولسوالۍ باندې هم توغندي ویشتل شوي وو چې مرګ ژوبله یې هم اړولي وه.

په عینې وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي وو چې د پاکستاني لوري سره یې د دیپلوماتیکو خبرو له لارې پر افغان خاوره د توغندیو بریدونه درولي دي، خو لا هم د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د توغندیو بریدونه دوام لري.

پاکستان د تېرې څه مودې داهېسې د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګوولو او نویو قلعو او چیک پوسټونو جوړولو کار شروع کړی دی او پوځ یې ویلي دي چې زیاتره کار سر ته رسوول شوی دی. پاکستان وايي د دغه اقداماتو هدف په پوله د غېرقانوني حرکت مخه نیول او امن او امان ښه کول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG