لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان جنگیالو په پاکستاني پوسټ برید کړی


افغان جنگیالو په پاکستاني پوسټ برید کړی
افغان جنگیالو په پاکستاني پوسټ برید کړی

د پاکستان په باجوړ قبائیلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یو پوسټ باندې د افغانستان نه ور اوړیدلې وسله والو جنگیالو حمله کړې ده.

چارواکې وائي د حملې په نتیجه کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او بل زخمي شوی دی.

د باجوړ په کېټکوټ کلې کې چرته چې دغه حمله شوې ده اوسیدونکې وائي د بریدونکو او امنیتي ځواکونو په منځ کې جگړه څو ساعته روانه وه. ځائې اوسیدونکې وائي جنگیالو په حمله کې راکټې او مارټرې استعمال کړې دي.

چارواکې وائي پاکستاني امنیتي ځواکونو حمله کونکې بیرته افغانستان ته په تښتیدو مجبوره کړل.

څو هفتې وړاندې هم د پاکستاني چارواکو د وینا ترمخه افغانستان نه راوړیدونکو جنگیالو په دیر سیمه کې په امنیتي ځواکونو حمله کړې وه. په دغه حمله کې گڼ شمیر پولیس او جنگیالي وژل شوې وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG