افغان چارواکي وايي، د ډیورنډ په کرښه پرافغان امنیتي پوستو دپاکستان دپوځ لخوا دهرډول بریدونو لپاره بشپړ تیاری لري او که پرافغان پوځیانو حمله وشي ، له غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخامخ شي.
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي ، د ډیورنډ په کرښه پرافغان امنیتي پوستو دپاکستان دپوځ لخوا دهرډول بریدونو لپاره بشپړ تیاری لري او که پرافغان پوځیانو حمله وشي ، له غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخامخ شي.
صدیقي زیاته کړه ، د افغانستان په خاوره د پاکساني پوځیانو لخوا د توغندویو ویشتلو ځواب افغان پوځیان ځکه نه ورکوي ،چې په وینا یې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله رسیږي.
صديقي وايي:((هغوي خو په ملکي ساحاتو باندې په حقیقت کې بریدونه کوي او مونږ باید هغه نړیوال قوانین په پام کې ونیسو ، که چیرې متقابل ځواب ورکړو دکرښې هغې غاړې ته ملکي خلک دي ،هغوی ته زیان رسیږي اوکه چیرې پاکستاني ځیان زمونږ پرامنیتي پوستو باندې برید وکړي نولس برابرځواب به ورکول کیږي چې بیا به یې دهغوی دتلفاتو شمیرهم ووینی.))
بلخوا د دننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، که د افغانستان مرکزي ادارې لخوا ورته امر وشي ، په ختیځ کې مسلح افغان امنیتي ځواکونه دپاکستان هرډول ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتوالی لري.
خوګیاڼي وویل :((زمونږ نظامي ځواکونه چمتودي ، تجهیز او اکمال دي، هغه مهال چې مونږ ته دمزکزلخوا لار ښونه وشي ،بشپړ نظامي او بشري چمتوالی لرو ترڅوهرډول عکس العمل ته ځواب ورکړو.))
افغان حکومت په داسې حال کې دپاکستان دپوځ لخوا دافغانستان په خاوره د توغندويي بریدونود دوام په اړه د هرډول ځواب ویلو د چمتوالي خبر ورکوي، چې تیره ورځ په ننګرهار کې سلګونو افغانانو دپاکستان خلاف مظارهره وکړه .
مظاهره کوونکو په دې وروستیو کې دپاکستاني پوځیانو لخوا د افغانستان په ختیځو سیمو توغندويي بریدونه وغندل او ګواښ يې وکړ که دا بریدونه ونه درول شي ،دختیځوسیمو ټول قومونه به دافغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ دپاکستان ملیشو پروړاندې جدي غبرګون څرګند کړي.
۷۲ کلن ځوان رفیع الله وايي:((پاکستان باید دافغان ولس له قتل او وژلو او زمونږ پرخاوره له تیري او د توغندويي بریدونوڅخه لاس واخلي او که دوام ورکړي ،دختیځو سیمو ټول قومونه به له خپلو امنیتي سره سره یوځای د خاورې د دفاع لپاره دسرونو په قربانیو اماده یو.))
د یاده ونې وړده چې تیره ورځ دافغانستان دفاع وزارت لوی درستیز قدیم شاه شهم ، د کورنیو چارو او دملي امنیت لوړپوړي امنیتي چارواکود هیواد ختیځ ته سفروکړاو ویلي دي ، افغان ځواکونه له خپلې خاورې د د فاع لپاره پوځي او بشري چمتوالۍ لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي ، پاکستاني چارواکو ته یې د ۳۲ ترهګرویزو مرکزونو لیست سپارلی چې دپاکستان په خاروه کې دافغانستان پرضد فعالیت کوي.
دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي ، د ۳۲ ترهګرویزو مرکزونو لیست یې په اسلام اباد کې دافغانستان سفارت له لارې پاکستاني چارواکو ته سپارلی او له هغوی څخه یې ددې ترهګریزو مرکزونو پرضد د جدي اقداماتو د ترسره کیدو غوښته کړې .