په افغان پارلیمنټ د طالبانو د حملې په سر د پارلیمنټ غړو په امنیتي ځواکونو ټکونه کړې دي چې څه رنگ حمله کونکې دې حساس مقام ته په رسیدو کې کامیاب شول بلخوا پارلیمنټ کې او کابل کې د هغه عسکر د میړانې ستائنه شوي چې په یواځې سر شپږ حمله کونکې وژلې وو.
افغان صدر اشرف غني عسکر عیسا خان ته د یو کور کنجي ورکړې او مامورینو ته يي امر کړی چې هغه ته دې میډل او ترقي ورکړي.
د پارلیمنټ غړو د پارلیمنټ په حفاظت مامور د امنتي ادارو په کار ټکونه وکړل او دا پوښتنې يي پورته کړې چې څه رنگ حمله کونکې ودانۍ ته رسیدو کې کامیاب شول.
په پارلیمنټ د حملې او افغانستان کې د اړې گړې نورو پیښو په اړه تفصیل کابل نه د وي او یا ډیوه خبریال کمال سادات رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: