لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هېواد نه وتلي یو شمېر افغان پایلټان متحده عرب امارت ته رسېدلي 


طالبانو تېره میاشت د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د ډرون الوتکو او هیلي‌کاپټرو په شمول جهازونه په خپله ولقه کې اخستي‌ وو او غوښتنه یې کړې په کابل ددوي د قبضې وړاندې چې کوم جهازونه د افغانستان نه بهر وړلی شوي هغه دې بېرته افغانستان ته ورکړی شي
طالبانو تېره میاشت د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د ډرون الوتکو او هیلي‌کاپټرو په شمول جهازونه په خپله ولقه کې اخستي‌ وو او غوښتنه یې کړې په کابل ددوي د قبضې وړاندې چې کوم جهازونه د افغانستان نه بهر وړلی شوي هغه دې بېرته افغانستان ته ورکړی شي

ګڼ شمېر افغان پایلټان چې په افغانستان د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته ازبکستان وتلي و اوس متحده عرب اماراتو ته رسېدلي دي.

د امریکې تربیه شوي یو افغان پایلټ رویټرز خبري ادارې ته د خالي یا شنبې په ورځ‌ وویل د امریکې د یوې لوظنامې لاندې د افغان پایلټانو یوه ډله به د اتوار، یکشنبې، په ورځ متحده عرب امارات ته ځي، که څه هم طالبان د افغان پایلټانو بېرته خپل هېواد ته ستنېدو غوښتنه کوي.

د امریکې خبري ادارې وال سټریټ ژورنال د خالي، شنبې، په ورځ‌ وویل چې افغان پایلټان به په یو درېم ملک کې ځاې کولو وړاندې د قطر په دوحه ښار کې د امریکې پوځي مرکز ته ورځي.

تراوسه پورې دا واضحه نه ده چې ازبکستان کې د 46 جهازونو به څه کیږي چې پکې د راېټرز خبري ادارې ترمخه A-29 جنګي جهازونه او UH-60 بلېک هاک جنګي هیلي کاپټرې شاملې دي.‌

د اګست په 15مه نېټه کابل د طالبانو لاسو ته پرېوتو څو ګهنټې وړاندې 585 افغان پوځیان او د هغوي کورنۍ په 22 پوځي جهازونو او24 هیلي کاپټرو کې ازبکستان ته واوختې.

اوسني او پخواني امریکايي چارواکو راېټرز خبري ادارې ته ویلي طالبانو د ازبکستان په حکومت زور راوړی چې دغه جهازونه او د دې پاېلټان دې افغانستان ته ورکړي.

طالبانو تېره میاشت د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د ډرون الوتکو او هیلي‌کاپټرو په شمول جهازونه په خپله ولقه کې اخستي‌ وو او غوښتنه یې کړې په کابل ددوي د قبضې وړاندې چې کوم جهازونه د افغانستان نه بهر وړلی شوي هغه دې بېرته افغانستان ته ورکړی شي.

ازبکستان په امریکا زور راوړی وو چې ددغه جهازونو او پاېلټانو د راتلونکي په اړه ګام پورته کړي ځکه چې دوي د خپل ګاونډي‌ ملکونو سره د دې له کبله د تاو تریخوالي‌ زیاتېدو یره لري.

د اتوار په ورځ‌ شوي دغه پرمختګ په اړه امریکې، ملګرو ملتونو او یا طالبانو په ښکاره څه نه دي وېلي.

د ترمېذ ښار سره نزدې یو کېمپ کې د افغان پایلټانو سخت حالت، د هغوي په ګرځېدو بندیزونو او د خوراک او دوایانو نیشتوالی باندې د بشري حقونو نړیوالو ډلو سخت رد عمل څرګند کړی.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه یوهفته وړاندې د افغان پایلټانو معلوماتو اخستو لپاره امریکاي چارواکي د ازبکستان ترمیذ کېمپ ته ورغلي‌ وو چې پکې ډېر د خپلو سفري سندونو بغېر د خپل هېواد نه تښتېدلي‌ وو.

ازبکستان لپاره د امریکې پخواني سفیر جان هربسټ د افغان پایلټانو راویستو د ګام ستاینه کړې. نوموړي روېټرز خبري‌ ادارې ته وېلي هغه طمع لري چې امریکا به په یو داسې پلان کار کوي چې دا یقیني کړي دغه جهازونه امریکې ته بېرته راوستی شي او طالبانو ته بېرته ورنه کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG