لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لمند:دافغان پوځ وردي اغوستي تن په ډزو درې امريکائي پوځيان وژل شوي


افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو وئيلي دي جنوبي افغانستان کې دافغان پوځ وردي اغوستي يو تن په ډزو سره درې امريکائي پوځيان وژلي دي.
کابل کې دائتلافي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دغه پيښه دجمعې په ورځ رامينځته شوې ده، خو دټاکل شوې تگلارې ترمخه دپوځيانو دپيژندگلو معامله دامريکا ددفاع په محکمې پريښودل شوې ده.
بيان کې دا نۀ ده واضحه شوې چې ايا بريدکووونکى دتربيې لاندې عسکر ؤ که نه دافغان پوځ وردي اغوستى شکمن تندلارى.
دسرچينو ترمخه دهلمند صوبه په سنگين اولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس کمانډر او دهغه نورو ملگرو امريکائي پوځيانو ته دزيارت په شپه خپل مرکز کې دخوراک بلنه ورکړې وه او ورته يې وئيلي وؤ چې هغوي سره په امنيتي معاملو خبرې اترې کول غواړي.
خو دميلمستيا په مهال افغاني عسکرو په امريکائي پوځيانو ډزې وکړې او دمرکز څخه وتښتيدل.
دسرچينو ترمخه وژل شوي عسکر دامريکا دځانگړو ځواکونو دډلې غړي وؤ او هغوي دافغاني سيمه ييزو پوليسو دبهرتۍ او تربيې څارنه کوله.
دائتلافي ځواکونو وياند جرمن بريگيډئير جنرل گنټر کاټز تيره مياشت يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پخلى کړى ؤ چې افغانستان کې ميشتو دنيټو په ځواکونو تر دې مهاله دافغان عسکرو له لوري 21 بريدونه ترسره شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG