لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني متحده عرب اماراتو ته رسېدلی دی


اشرف غني ویلي په هېواد کې د خونرېزۍ د مخنیوي په خاطر د افغانستان نه وتلی دی

د عرب اماراتو خارجه وزارت ویلي د افغانستان صدر اشرف غني یو ای ايي ته رسېدلی دی.

وزارت وویل اماراتو ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته د انساني خواخوږۍ په بنیاد هرکلی وېلی دی.

اشرف غني ویلي په هېواد کې د خونرېزۍ د مخنیوي په خاطر د افغانستان نه وتلی دی.

په جدا بیان کې د يو ای ايي خارجه وزارت وویل په افغانستان کې حالاتو ته غور کتنه کوي او خواهش لري چې هلته زر امن او امان پرځای شي.

وزارت وویل امید دی چې افغان ډلې به امنیت، ثبات او پرمختګ ترلاسه کولو دپاره هر ممکن کوښښ وکړي او د افغان ولس ارزوګانې به پوره کړي.

متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي عرب هغه درې هېوادونه وو چې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې یې په افغانستان د طالبانو واکمني په رسمي ډول منلي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG