پاکستان کې مېشت افغانان د پاکستان د تابعت/ شهریت غوښتنه کوي
افغان کډوال وايي چې د څو لسيزو راهسې په پاکستان کې اوسي، دلته يې ماشومان زېږولي او اوس د هغو بچي هم شوي نو پکار ده چې دوی ته د پاکستان شهریت ورکړل شي. دوي زیاتوي د شهریت نه لرلو له امله د بنیادي حقونو څخه محرومه دي. خو قانون پوهان وايي پاکستان کې د شهریت قانون ډېر لانجمن دی. په دې اړه فضل عزیز او ذوالفقار بیټنی نور حال وړاندې کوي.