لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو د نېټې ځنډېدل غوښتي


په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ددغه هېواد له حکومت څخه غوښتلي تر هغو پورې دې په پاکستان کې پرېښودل شي ترڅو په افغانستان کې سوله راشي. د افغان کډوالو د یوه کمپ مشر محمود شاه وایي، د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې نفقه برابرول او ژوند کول اسانه نه دي.

محمود شاه وايي: ٫٫ په هېواد کې ډیر بد حال دی. د داعش ستونزه شته. د بهرنیو ځواکونو ستونزه بیله ده. کورنۍ جګړې زیاتې دي. همدا ډول نه کار او نه روزګار شته.٬٬

په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل د کمېټې مشر ارسلا خروټی وايي، هېواد ته د دوی د ستنېدو لړۍ که پیل هم شي نو څو کاله به دوام وکړي. ٫٫ ستونزې ډېرې زیاتې دي. اکثره خلک په خپل هېواد کې نه ځای لري او نه کور. دوه نیم میلیونه کډوال دي. په ۲۰۱۶ کې خپل هېواد ته دڅو لکه افغانانو د بیرته تګ لړۍ تقریبا شپږ میاشتې وخت ونیوه نو ځکه که دا لړۍ اوس پیل هم شي نو بیا به هم څو کاله وخت ونیسي.٬٬

د پاکستان د سرحداتو او سېفران وزیر سلیم خان یوه شخصي ټي وي ته وویلي دمګړي په پاکستان کې د افغان کډوالو د مودې غځولو کوم پلان نشته.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې (یو ان اچ سي ار) ویاند قیصر افریدي وايي، د استنبول د تړون له مخې افغان کډوالو ته باید د ۲۰۱۸ کال د دسمبر د میاشتې پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

نوموړي وړاندې وویل، د دوي د معلوماتو له مخې پاکستان د کډوالو د مسلې په اړه دا مهال په یوه پلان باندې کار کوي چې ددې میاشتې په پای کې به اعلان شي. قیصر افریدي زیاته کړه چې د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو لړۍ باید په خپله خوښه، خوندي او با عزته وي.

څېړونکي وايي، د افغانستان، امریکا او پاکستان ترمنځ چې کله هم اختلافات زیات شویدي نو زور یې بیا په پاکستان کې له میشتو افغان کډوالو څخه ویستل شوی.

پاکستان چې کله هم د افغانستان او امریکا لخوا تر فشار لاندې راغلی نو د افغان کډوالو مسله يې راپورته کړې خو افغان کډوال وایي چې دوي بې پرې دي او باید سیاسي لانجو سره و نه تړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG