د نړیوالو او ځایي ادارو یو ګډ اتحاد چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې له پاکستانه ستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي وايي د تېر کال د ستمبر له ۱۵مې د روان کال د می تر ۱۸مې پورې تر 589,700 زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د دغو مرسته کوونکو ادارو اتحاد د می پر 22مه په یوه بیان کې ویلي، د تېر کال په اکتوبر کې چې د پاکستان حکومت د غیرقانوني مېشتو کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، له هغه راهیسې د بهرنیو خصوصاً د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ ډېره تېزه شوې ده.
په دغه اتحاد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال تنظیم ای او ایم، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ناروې د کډوالو شورا، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیډرېشن او ځینې نورې ادارې شاملې دي.
دغو مرستندویه ادارو په خپل ګډ رپوټ کې ویلي، په دغه شاوخوا اته میاشتنۍ موده کې 376,400 افغان کډوال د تورخم له لارې او تر 196,000 زیات کسان د سپین بولدک چمن له لارې خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
په بیان کې ویل شوي چې له دغه شمېر سره سره یو څه شمېر افغان کډوال له پاکستانه د خرلاڅو او غلام خان له سرحدي لارو هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي، خو د دوی شمېر یې نه دی یاد کړی.
د کډوالو ادارو دغه اتحاد ویلي، د تېر کال د ستمبر له 15مې د روان کال د می میاشتې تر 18مې یې له 528,563 افغان کډوالو سره په سرحدي سیمو کې مرستې کړې دي.
په بیان کې ویل شوي چې یواځې د می میاشتې له پیله بیا تر اوسه پورې یې له 6,843 هغو کډوالو سره مرستې کړې دي چې په سرحدي سیمو کې خپلو اصلي ځایونو ته د ستنېدو په تمه مېشت شوي دي.
د بیان له مخې له ستنو شویو کډوالو سره ددغو مرسته کوونکو ادارو د خوراکي توکو له مرستې سره سره د طالبانو حکومت هم هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ نغدې ورکوي او هم د ټیلیفوني اړیکو لپاره د افغانستان یو سیم کارډ ورکول کیږي.
دغه اتحاد له ستنو شویو کډوالو سره د مرستې په وخت د را غونډو کړو معلوماتو په بنیاد ویلي، په دغو کډوالو کې 62 فیصده ماشومان او تنکي ځوانان دي، 20فیصده تر پینځه کلنۍ کم عمر لرونکي ماشومان او 48 فیصده ښځې دي.
دغو مرسته کوونکو ادارو په تورخم او سپین بولدک سرحدي سیمو کې د ریکارډ شويو معلوماتو په بنیاد د 87 فیصده ستنېدونکو له خولې ویلي، دوی خپلو ولایتونو ته د ستنېدلو نیت لري او 82 فیصده خلکو ویلي غواړي په خپلو ولسوالیو کې بیرته مېشت شي.
له پاکستانه په ستنو شویو کډوالو کې اکثرو ویلي چې غواړي په خپلو ولایتونو ننګرهار، کندهار، کونړ، کابل او کندوز کې بیرته مېشت شي.
د اېشیا د بې ځایه کېدنې د حل ادارې (ADSP) په افغانستان کې د ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته په کتو ویلي، کېدای شي د مختلفو سببونو له کبله ستېدونکي کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته مخه کړي چې وایي په دغو کې دوی ته د پایداره مېشتېدو امکانات نه برابرېدل دي.
Forum