لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوال وایي پاکستان کې له لسیزو تېرولو باوجود ددې هیواد د شهریت له حقه محروم دي


په پاکستان کې دا وخت بې شميره داسې افغان کډوال موجود دي چې له لسيزو راهيسې په پاکستان کې اوسيږي خو د پاکستاني شهریت یا تابعیت له حق او له بنيادي بشري حقونو څخه محرومه دي.

حسيب الله اصل د کابل دی، 30 کاله مخکې 5 کلن و چې پاکستان ته کډوال شوی و، نوموړی د پاکستان د شهریت ترلاسه کولو د پاره قانوني لارې لټوي اؤ وايي چې د پاکستاني تابعیت نه لرلو له کبله ورته شخصي ملازمت هم نه ترلاسه کیږي.

ډيوه سره خبرو کې حسيب الله وایي، د ګرافکس ډيزاين ډګري يې ترلاسه کړې ده خو په پاکستان کې ورته څوک هم ملازمت نه ورکوي اؤ ورته وايي افغان کډوال نه ساتو. هغه وایي:

"په انټرنېټ فري لانسنګ کووم خو چې کله د کار په بدل کې څوک راته د پيسو ليږلو د پاره بېنک اکاونټ وغواړي نو زه هغه هم نه لرم. نو بيا څنګه زه پاکستان کې وخت تير کړم؟ په مارکيټ کې چپس خرڅ کړم؟".

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو این ایچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې دلته د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري ، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي.

د یو این ایچ سي ار له مخې، د پاکستان حکومت وايي، په درېیم نمبر د درېوؤ نه تر پينځوؤ لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته پاکستان ته نور د لکونو په شمېره کې افغانان راغلي وو. او بيا په ورستیو کې د پاکستان حکومت 7 لکه اؤ څه د پاسه 46000 بيرته افغانستان ته شړلي هم دي.

د افغان کډوالو په چارو نظر ساتونکي وايي که چرې د تابعیت په ملکي قانون کال 1951 عمل وکړی شي نو پاکستان کې زيږيدلي څه د پاسه تر ٨ لکو افغانانو ته د پاکستاني تابیعت یا شهريت ترلاسه کيدای شي.

د افغان کډوالو د پاره د جوړ شوي غير دولتي سازمان شارپ مشر لیاقت بنوري وایي، کوم ماشومان چې په پاکستان کې پيدا کېږي د هغوي اییني او قانوني حق دی چې ورته باید شهريت ورکړل شي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی بنوري وایي "د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د افغان کډوالو د پاره يوه واضحه پالیسي جوړه کړي او دې خلکو نه دې فايده واخیستل شي، موږ تر اوسه کره شميرې نه لرو چې په پاکستان کې څومره افغان کډوال موجود دي"

پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې اوس هم دوه اشاره دوه مېلیونه هغه افغانان ژوند کوي چې قانوني اسناد لري چې په کې یو اشاریه څلور مېلیونه قانوني مهاجر هم شامل دي.

د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان د کال 2018م د ستمبر په میاشت کې ويلي وو، "د پاکستان قانون چې په 1951م کې جوړ شوی دی هغه وايي چې کوم ماشومان چي دلته زېږېدلي دي په پاکستان کې، د پاکستان تابعيت د هغو حق دی"خو وروسته بيا په دغه اړوند د کوم پرمختګ خبر مخې ته نه ؤ راغلی.

پاکستان کې بهر ملکيانو ته د شهریت ورکولو قانون څه دی؟

قانون پوهان وايي پاکستان کې بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکولو قانون شته خو هغه لانجمن کړی شوی دی.

قانو پوهه اسد خان ډیوه سره خبرو کې وایي،تر څو پورې چط د کال 1951 د کډوالو کنونشن او بيا د 1967 پروټوکول پاکستان نه قبلوي نو په پاکستان کې به مهاجرينو ته داسې مسايل موجود وي او که هغوی که دلته ټول عمر هم تير کړي نو د پاکستان شهريت د پاره په وړ یا اهل نه شي.

قانون پوهان وايي کوم کډوال چې پي او سي يا پاکستان اوريجن کارډ ترلاسه کړي هغه څلور کاله وروسته د پاکستان شهريت د اخستو وړتیا ولري.

د پاکستاني شهریانو په اړه د معلوماتو حکومتي ادارې نادرا د قانون ترمخه د پاکستان اوريجن کارډ هغه سند دی چې لرونکی يې د ووټ او د پاسپورټ نه علاوه په پاکستان کې د حرکت، کاروبار، جايداد، د بېنک اکاونټ او د بچو د تعليم په شان اسانۍ ترلاسه کولی شي.

خو حسیب الله نه ګڼي چې پاتې ژوند کې به ورته پاکستانی اوريجن کارډ ترلاسه شي.

هغه وایي وروستي لاره ورسره دا پاتې ده چې بل کوم دريم هيواد ته لاړ شي او خپل ژوند بيا له سره پیل کړي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG