د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې (یو ان اچ سي ار) یو ځل بیا ژمنه کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په مسلې به د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره په ګډه کار کوي.
یادې ادارې د ګل یا دوشنبې په ورځ په یوې خپرې شوې اعلامیې کې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د افغان کډوالو د راجستر کولو بهیر به د روان کال د جون تر میاشتې پورې اوږد کړي.
د یو ان اچ سي ار په وینا دا مهال په پاکستان کې ۱.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
په پاکستان کې د یادې ادارې استازې رویندرینې مینېکدیویلا د پاکستان د حکومت او خلکو ستاینه کړې چې افغان کډوال ته یې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې په خپله خاوره کې ځای ورکړی خو له افغان کډوالو یې غوښتي چې افغاني پاسپورت او د پاکستان ویزه دې له ځان سره ولري.
دې دا هم وویل، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو ستنېدنه تر ټولو غوره لاره ده.
یادې ادارې دا هم ویلي دي چې دوي له پاکستاني چارواکو سره په دې کار کوي چې افغان کډوالو ته د روزنې او روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کړي.
د یو ان اچ سي ار په انټرنیټي پاڼې باندې دا هم راغلي دي، چې سږ کال به له کابو ۵۴۰۰۰ افغان ماشومانو سره مرسته وکړي چې په لومړنیو ښونځیو (سکولونو) کې داخل شي.
خبر زیاتوي، له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ د روان کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه پیل شویده.
دغه لړۍ د تېر ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر څخه د روان کال د فیبرورۍ تر میاشتې پورې درېدلې وه.
د ۲۰۰۲ کال راهیسې د یو ان اچ سي ار د ادارې په مرسته شاخوا ۴.۳ میلیونه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شویدي.