لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او نورو مغربي ملکونو ته د تګ په تکل کې افغانان وايي پاکستان کې د مسلو سره مخامخ دي


د وي او ای د رپورټ ترمخه پاکستان ته په ورغلو افغانانو کې زیاتره هغه کسان دي د امریکې او د نورو مغربي ملکونو دپاره یې په افغانستان کې خدمات ترسره کړي دي او غواړي چې د خپل تحفظ دپاره په امریکا او نورو ملکونو کې اباد شي
د وي او ای د رپورټ ترمخه پاکستان ته په ورغلو افغانانو کې زیاتره هغه کسان دي د امریکې او د نورو مغربي ملکونو دپاره یې په افغانستان کې خدمات ترسره کړي دي او غواړي چې د خپل تحفظ دپاره په امریکا او نورو ملکونو کې اباد شي

په افغانستان د طالبانو د واکمنیدو نه پس پاکستاني مامورین وايي د یو لک نه زیات افغانان پاکستان ته ورغلي دي چې زیاتره تعلیم یافته او شتمن خلک دي، ویزې لري او د امریکې په شمولو نورو ملکونو ته هلته ابادېدو دپاره د تګ په تکل کې دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پاکستان ته په ورغلو افغانانو کې زیاتره هغه کسان دي د امریکې او د نورو مغربي ملکونو دپاره یې په افغانستان کې خدمات ترسره کړي دي او غواړي چې د خپل تحفظ دپاره په امریکا او نورو ملکونو کې اباد شي.

دغه افغانان د پاکستان سرښار اسلام اباد شا او خوا سیمو کې په هوټلونو، ګېسټ هاوسونو یا مهمانخانو کې پاتې کېږي خو په پاکستان کې د اوږدې مودې راهسې د اوسېدو له امله د یو شمېر مسلو سره مخامخ شوي دي.

افغانان وايي بهر د بیا ابادېدو دپاره خواستونه یې په اسلام اباد کې د مغربي ملکونو سفارتخانې ځنډوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو اېن اېچ سي ار یې مرسته نه کوي او د پاکستان د ویزې معیاد غځولو په لړ کې د مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

ځینې افغان کورنۍ وايي ملک ته بېرته تګ نه غواړي او غوښتنه کوي چې یو اېن اېچ سي ار یې د کدوالو په څېر نوم لیکنه وکړي.

یو افغان د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې "پي ټو" نومې ويزې دپاره خواست کړی دی خو بهیر یې ډیر سست روه دی.

هغه وايي د ریسېټلمنټ سپورټ سېنټر یا د بیا ابادېدو د مرستې مرکز او یا د امریکايي سفارت د ایمېل په انتظار دی.

د امریکې د "پرای ارېټي ټو"، پي ټو، نومې پروګرام د خبریالانو او د حقونو د فعالانو په شان د زیات خطر سره مخامخ افغانان په امریکا کې د ابادېدو دپاره شروع کړی دی چې په عامه توګه د مهاجرت د هغه ویزو دپاره اهلیت نلري چې ترجمانانو او نورو هغو کسانو چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو سره خدمات ترسره کړي وي هغوی ته ورکړی کېږي.

فاطمه سادات د افغانستان د یو تلوېزیون کروبنه وه، وايي هغه هم د پي ټو ویزې په انتظار ده.

مېرمن سادات وايي څو میاشتې وړاندې ورته په پاکستان کې یود سېمینار بلنه ورکړی شوي وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د مېرمنو دپاره په حالاتو خبرې وکړي وايي د خپل تحفظ دپاره بېرته نه ځي.

هغه تلوېزیون سره د کار په مهال به یې د طالبانو په ضد خبرونه نشرول او ورته معلومه وه چې زر یا وروسته به یې طالبان به هدف کوي نو ځکه یې فېصله وکړه چې افغانستان به بېرته نه ځي.

سادات د پاکستاني چارواکو نه غوښتنه وکړه چې هغې او نورو افغانانو دپاره دې د ویزې شرايط نرم کړي چې دا رنګ په پاکستان ژوند وکړی شي. هغې د مغربي ملکونو نه هم وغوښتل چې د دوی په خواستونو دې په تادۍ کار وکړي

هغې وویل دا ورته هم معلومه ده چې دا وخت د نړۍ توجه اوکراین ته اوړېدلې ده "خو زه امید کوم چې د افغانستان مسله به هېره نکړی شي."

هغې وویل طالبانو د واکمنېدو نه پس په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو حالات او مېرمنو دپاره امنیت نور هم خراب شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په پاکستان کې دا وخت لږ تر لږه درې مېلین افغانان موجود دي چې پکې کډوال او هغه افغانان هم شامل دي چې د روزګار په تکل کې پاکستان ته ورغلي خو قانوني اسناد نه لري.

تېر کال پاکستان اعلان کړی و چې نورو کډوالو ته به پناه نه ورکوي او طالبانو د واکمنېدو نه پس یې د افغانستان سره په پوله د تګ راتګ مخنیوي په ضد اقدامات سخت کړي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وی او ای ته وویل سفارتخانه یې هر ورځ د 700 نه واخلې تر د 1000 پورې افغانانو ته ویزې ورکوي چې پاکستان ته د کاروبار، درمنلې او یا د امریکې، کېنېډې او یا د نورو مغربي ملکونو په سفارتخانو کې مرکو دپاره پاکستان ته تلل غواړي.

منصور علي خان وویل د انساني خواښوږۍ په بنیاد پاکستان افغانانو ته د بل هر ملک نه زیاتې ويزې ورکوي.

پاکستاني سفیر وویل که افغانان غواړي چې پاکستان دې ورته د کډوال درجه ورکړي نو داسې نشي کېدلی."مونږ په کډوالو کې اضافه نه غواړوو."

هغه افغانان چې امریکې ته تګ دپاره پي ټو ویزې ته اهلیت نه لري نو خواستونه یې مخکني پي ون او پي ون رفیوجي پروګرامونو ته وړاندې کړی شي.

امریکايي چارواکي وايي په هر ډول خواست د 14 نه واخلې تر د 18 میاشتو پورې او یا د دې هم هم زیات وخت لګېدلی شي.

په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار ترجمان قېصر خان افریدي وي او ای ته وویل د افغانانو مسلې حل کولو دپار ځايي چارواکو سره کار کوي.

افریدي وویل هغه افغانان چې د سنګین خطر سره مخامخ وي هغوي ته ځواب ورکولو دپاره یو اېن اېچ سي د ایمېل خاص اکاونټونه او هاټ لاین د چټکې رابطې کرښې لري. هغه په دې خبره ټینګار وکړو چې هر افغان یا هره کورنۍ په بل ملک کې د ریسېټلمنټ یا د بیا ابادېدو اهلیت نه لري.

هغه وویل هغو افغانانو چې په افغانستان کې د نورو ملکونو سره خدمات ترسره کړي دي دغو ملکونو ورته خصوصي موقعې برابر کړي دي او یو اېن اېچ سي ار په دغو پروګرامونو کې څه کار نلري. هغه دا خبره د دې الزاماتو په ځواب کې هم وکړه چې افغانان وايي يو اېن اېچ سي ار یې مرسته نه کوی.

که څه هم افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته امریکايي ځواکونو د خطر سره مخامخ 124000 کسان د افغانستان راوېستلي دي خو د وي او ای رپورټ وايي اوس هم په لسګونو زره د خطر سره مخامخ وروسته پاتې دي او د بهر تګ لارې چارې لټوي.

د پاکستاني چارواکو ترمخه، تېره میاشت 300 هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د جرمن ځواکونو سره کار کړی و د پاکستان نه جرمني ته لاړل خو د زرګونو په شمېره کې نور افغانان چې د جرمنیانو سره خدمات ترسره کړي وو لا پاتې دي.

د وي او ای رپورټ وايي د جینکو په تعلیم د طالبانو پابندۍ د افغانانو مشکلات نور هم زیات کړي دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG