لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: په افغانستان کې حکومتي یونېورسټۍ پرانېستل شوې


په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس تړل شوي حکومتي یونېورسټۍ یا پوهنتونونه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بیا پرانېستل شوې.

رویټرز خبري اداره وايي په یو شمېر ولایتونو کې دهلکانو تر څنګ جینکۍ هم يونېورسټیو ته ورغلې او خپلې خپلو زکړې بیا شروع کړې.

د اګست په پینځلسمه نېټه د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د افغانستان ټول پوهنتونونه تړل شوي و او د تیرو پینځنیمو میاشتو راهسې طالب علمان په کورونو کې ناست او درسونه یې ځنډېدلي وو.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي چې طالبانو تر اوسه د پوهنتونونو د جینکو زده کوونکو په اړه څه تګلاره نه ده اعلان کړې خو د پوهتونونو ځینو چارواکو خبري ادارې ته ویلي چې جینکۍ پوهنتونونو ته پرېښودل شوي خو دوی بیا په کلاسونو کې د هلکانو نه جدا کښېنول شوي.

په ختیځ ښار جلال اباد کې یو عیني شاهد روېټرز ته ویلي چې ننګرهار پوهنتون کې جینکې په جدا دروازو پوهنتون ته داخلېدی. ننګرهار پوهنتون د افغانستان تر ټولو لویه یونیورسټي ده چې روانه اونې پرانستل شوې.

طالبانو د کال ۱۹۹۶ نه د کال ۲۰۰۱م پورې د ښځو په تعلیم او کار روزګار پابندي لګولې وه.

تېر کال د اګست په ۱۵مه نېټه د واک ترلاسه کولووروسته طالبان دعوه کړې چې د پخوا په مقابل کې بدل شوي دي خو رپورټونه وايي د پینځنیمو میاشتو وروسته هم په یو شمېر ولایتونو کې د جینکو د هايي سکولونو د پرانېستلو په اړه یې کوم پلان نه دی اعلان کړی او اوس هم په ګڼو ولایتونو کې د جینکو هايي سکولونه تړل شوي دي.

که څه هم ځیني شخصي پوهنتونونه پرانېستل شوي خو په دغو کې هم په ګڼو پوهنتونو کې جینکۍ لا زدکړو له نه دي تللي.

په داسې حال کې چې طالبان د نړیوالې ټولنې نه مرستې او د افغانستان د کنګل شویو اثاثو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي، نړیولې ټولنې لخوا د جینکو او ښځود تعلیم حق ورکول د طالبانو نه په لویو غوښتنو کې یوه ده.

تیره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه زده کونکو شاملیدو ستاینه کړې، چې داسې ښکاري چې په رسمي توګه وپیژندل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي مشن تیره ورځ ناوخته په یو ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ ملګري‌ ملتونه د دوېمې فرورۍ نه د هلکانو او جینکو لپاره د پوهنتونونو د پرانستلو د اعلان هرکلی کوي. دا خبره ډیره مهمه ده چې هر ځوان او پېغله د تعلیم یا زده کړو برابر حق ولري.

د طالبانو د تعلیم یا زده کړو د وزارت یو چارواکي چې غواړي نامه یې وا نه خستل شي ځکه هغه ته د میډیا سره د خبرو کولو اجازه نشته زیاته کړې چې په کلاسونو کې جینکۍ د هلکانو نه جدا ساتلو په اړه یونیورسټو ته یو شمیر وړاندیزونه ورکړل شوي‌. په دغو کې د جینکو لپاره جدا جدا کلاسونه او یا د هلکانو او جینکو د زده کړو جدا جدا وختونه.

د جلال اباد پوهنتون مشر خلیل احمد بهسودوال راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې په پوهنتون کې به هلکان او جینکې جدا دا کلاسونه اخلي. کوم کار چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې د مخکې نه کیږي. د افغانستان په تودو ولایتونو کې که څه هم د نن نه پوهنتونونه پرانستل شوي او په یخو ولایتونو او سرښار کابل کې به د فروروۍ د ۲۶مې نېتې نه پوهنتونونه پرانستل کیږي.

رپورټونه وايي چې په ننګرها او کندهار کې د پوهنتونو د پرانستلو وروسته نن د زده کونکو شمېره د پخوا په شان نه وه او ډیر په کم شمېر کې زده کونکي په پوهنتون کې لیدل شوي.

د ننګرها پوهنتون په زده کونکو کې په شمار جینکې هم لیدل شوي. یو شمېر زده کونکو بیا د امریکا غږ اشنا سره د خبرو په وخت د زده کړو په بیا پېلولو خوشحالي څرګند کړې.

د ننګرهار ولایت بي بي حیات وي او ای ته ویلي چې د پوهنتون چارواکو ورته ویلي چې هلکان او جینکې به جدا وختونو کې کلاسونه اخلي او جینکې باېد په کلاسونو کې تور کالي واغوندي. د جلال اباد پوهنتون یو استاد بیا وي او ای ته ویلي، چې هلکان به د سهر او جینکي به د غرمې په وخت کلاسونه اخلي. د هغه په وینا د هلکانو کلاسونه به د سهر ۷:۱۵ بجې او د جینکو کلاسونه به د ساختي ۱۱:۱۵ بجې شورو کیږي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG