لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د افغانستان په هرات ښار کې د جینکو دپاره د کمپیوټر د زدکړو غیر حکومتي سکول  بیا پرانېستل شوی


رپورټ وايي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د جینکو تعلیم ته زیان رسېدلی دی، د جینکو په ثانوي تعلیم او د ښځو په کار روزګار زیاتره پابندي ده خو د هرات د سکول پرانېستل کېدل د جینکو د تعلیم په لړ کې د طالبانو په تګلاره کې څه تبدیلي نه څرګندوي
رپورټ وايي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د جینکو تعلیم ته زیان رسېدلی دی، د جینکو په ثانوي تعلیم او د ښځو په کار روزګار زیاتره پابندي ده خو د هرات د سکول پرانېستل کېدل د جینکو د تعلیم په لړ کې د طالبانو په تګلاره کې څه تبدیلي نه څرګندوي

د افغانستان طالبانو حکومت په هرات کې د جینکو دپاره د کمپیوټر د کوډنګ د زدکړو یو غیر حکومتي سکول ته د بېرته پرانېستل کېدو اجازت ورکړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي دغه سکول تېر کال په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس تړل شوی و.

سکول چې 200 زدکونکو ته د ګرافېک ډیزاین تعلیم ورکولی شي پکې داخلې دپاره 350 نه زیاتو جینکو خواستونه کړي دي. دا خبره د کوډ ټو انسپایر نومې غیر حکومتي تنظیم مشرې فرشته فروغ کړې چې د کوډنګ د زدکړو سکول چلوي.

مېرمن فروغ وویل په سکول کې جینکو ته یو کال د ډیزاننګ تعلیم ورکړی کېږي او نوی درس به د سېپټمبر د میاشت په اخېره کې شروع کېږي.

هغې وویل په سکول د زدکړو ترلاسه کوونکو جینکو عمرونه د 18 نه واخلې تر د 25 کلونو پورې وي، په تعلیم یې د میاشت په حساب 60 ډالر خرچه کېږي چې کوډ ټو اسنپایر یې ادا کوي.

د وي او ای رپورټ وايي دغې غیر حکومتي ادارې په 2015 کې کار شروع کړی خو سکول د بیا پرانېستلو دپاره یې د طالبانو په حکومت کې رجسټرېشن یا نوم لیکنه بیا نوي کړې ده.

رپورټ وايي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د جینکو تعلیم ته زیان رسېدلی دی، د جینکو په ثانوي تعلیم او د ښځو په کار روزګار زیاتره پابندي ده خو د هرات د سکول پرانېستل کېدل د جینکو د تعلیم په لړ کې د طالبانو په تګلاره کې څه تبدیلي نه څرګندوي.

رپورټ دا هم وايي چې دا هم نه ده معلومه چې د هرات د سکول نه د کمپیوټر تعلیم ترلاسه کولو وروسته دغه جینکۍ څه قسمه مسلکي دندې ترسره کولی شي ځکه چې طالبانو د کار روزګار موقعو ته د مېرمنو لاس رسی محدود کړی دی.

تېر کال د افغانستان د جینکو د روباټکس د ډلې نهه غړي طالبانو د واکمنېدو نه پس د ملک نه بهر ووتلې. د ډلې اووه غړي په قطر کې دي او دوه امریکې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د روباټېکس د ټیم یوې غړي سومیا فاروقي د ګل، دوشنبې، په ورځ د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته وویل د مېلینونو په شمېره کې هغو افغان جینکو سره خپل ملاتړ وښښئ چې د تعلیم د حق نه محرومې کړی شوي دي.

مېرمن فاروقي دا مهال د امریکي په مېزوري ریاست کې د انجېنېرۍ تعلیم کوي وايي په افغانستان کې د روباټېکس ټیم باقي پاتې غړي د زدکړو او کار روزګار موقعې نه لري. هغه وايي چې تعلیم مکمل کړي نو په کابل کې به جینکو دپاره د روباټېکس سکول جوړوي.

د وي او ای رپورټ وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ طالبانو حبیب الله اغا د تعلیم د نوي موقتي وزیر په حېث وګمارلو.
رپورټ وایي د اغا په اړه څه ډیر معلومات نشته چې د تعلیم په اړه د هغه نظر څه دی او یا دا چې د جینکو په ثانوي تعلیم بندیز دپاره د هغه تقرري څه معنا ولري؟

د حینکو په تعلم د طالبانو د بندیزونو په ضد افغان مېرمنو یو شمېر مظاهرې کړي دي
د حینکو په تعلم د طالبانو د بندیزونو په ضد افغان مېرمنو یو شمېر مظاهرې کړي دي

رپورټ وايي اغا د طالبانو د مشر مرستیال دی او چې د کندهار د ولایتي شورا مشر وو نو د اګست په لسمه نېټه يې یوه وېنا کې ویلي وو چې "امریکې د افغانستان په ضد د مطبوعاتو سوړ جنګ" شروع کړی دی.

د اګست د میاشت په 31 نېټه یو بل تقریر کې يې د امریکایانو په ضد د طالبانو د جنګ دپاره د مېرمنو د ملاتړ ذکر کړی و.
وي او ای په ازاده ډول د اغا د دغو خبرو تصدیق نه شي کولی.

د طالبانو په موقتي کابينه کې مېرمنې نمایندګي نه لري او د ښځو په اړه د تګلارو په سر پې په نړیواله کچه تنقیدونه کېږي.

د افغان مېرمنو د ملاتړ دپاره یوې غونډې ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وېنا کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل د طالبانو دلاسه د افغان مېرمنو زورېدل نه یوازې د ښځو بلکې د ټول ملک دپاره مشکلات پېدا کوي.

بلېنکن وویل که اجازت ورکړی شوی وی نو افغان مېرمنو به د ملک اقتصاد ته یو بېلین ډالر ورکول. هغه وویل امریکا د افغان مېرمنو، د سماجي ټولنې تنظیمونو او غیر حکومتي ادارو سره همکاري کوي چې افغان مېرمنې بنیادي حقونه او موقعې ترلاسه کړی شي.

د وي او ای رپورټ د ملګرو ملتونو له قوله وايي چې افغانستان د دنیا تر ټولو غریبو ملکونو څخه یو دی، د جینکو د تعلیم شرح پکې کمه ده او فقط 15 فیصد ښځې يې لیک لوست کولی شي.

یادونه: د دي خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG