لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو مشر وايي د پولې پورې غاړه حملې "حرام" دي


د طالبانو د کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټيلي ويژن د خالي/شنبې په ورځ د طالبانو د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب غږيز بيان خپور کړی، په دغه بيان کې نوموړي د کوم هېواد د نوم اخستو بغېر ويلي، "د طالبانو مشر جهاد ختم کړی او د هغه اطاعت لازم دی".
د طالبانو د کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټيلي ويژن د خالي/شنبې په ورځ د طالبانو د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب غږيز بيان خپور کړی، په دغه بيان کې نوموړي د کوم هېواد د نوم اخستو بغېر ويلي، "د طالبانو مشر جهاد ختم کړی او د هغه اطاعت لازم دی".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشر د پاکستان په ګډون د پولې پورې غاړې حملې کول د اسلام له نظره "حرام" بللي.

په اسلام اباد کې يو لوړ پوړې حکومتې سرچینې وي او اې ته ویلي، د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو سره په خبرو کې د پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د مشر هېبت الله اخونزاده "حکمنامه" يا اعلامیه شريکه کړی شوې چې نوموړي به کې ويلي د افغانستان د خاورې د نورو هېوادونو ضد کارېدو اجازه به نه ورکوي.

ويل شوي په دغه مسله خبرې تېره میاشت د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د کابل سفر درې ورځنی سفر په مهال شوي دي. دراني په کال کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي، او کورنيو چارو وزير سراج الدين سره ليدلي وو.

پاکستاني استازي د کابل سفر په داسې حال کې کړی وو چې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو حملې زياتې شوي او تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د زياتو بريدونو زمه وارۍ منلې وې.

پاکستاني چارواکي چې نوم د نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولط وویل طالبانو سره د دراني په په ليدنو کې د تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې د موجودګۍ په حواله خبرې اترې شوې وې.

چارواکي د ليدنو کوربه طالب مشرانو له قوله ويلي، "شېخ هېبت الله هغه ټولې ډلې پابندې کړي چې اطاعت یې کوي، دوی ته یې حکم کړی په پاکستان کې حملې کول حرام دي".

د چارواکي په وېنا، پاکستاني پلاوي په واکمنو طالبانو ټينګار کړی د ټي ټي پي او د هغوی د پلويانو افغانانو د دواړو هېوادونو د اړيکو خرابولو څخه ودرولو حکمنامه دې عامه کړي.

او طالب چارواکو ورته په ځواب کې ویلي، "د خپلو خلکو امنیتي او استخباراتي چارواکو په مينځ کې یې دغه حکم خور کړی دی".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستاني چارواکي د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټيلي ويژن د خالي/شنبې په ورځ د طالبانو د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب غږيز بيان خپور کړی، په دغه بيان کې نوموړي د کوم هېواد د نوم اخستو بغېر ويلي، "د طالبانو مشر جهاد ختم کړی او د هغه اطاعت لازم دی".

هغه ویلي، "که څوک د افغانستان نه بهر د جهاد په نیت ځي دا به نور جهاد نه ګڼل کيږي اوکه مجاهدين د امير له طرفه د منع کولو باوجود جنګيږي دا به جهاد نه، بلکې دښمني وي".

اسلام اباد تور لګوي د ټي ټي پي مشران چې د هبت الله د وفادارۍ بېعت یې کړی، او نورو وسله والو ډلو په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته خپلې اډې افغانستان ته منتقل کړي دی او پاکستان کې ترهګري کوي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

په 30مه جولايۍ د افغانستان سره په پوله باجوړ کې د يوې سياسي غونډې په مهال ځانمرګی بريد شوی د 63 پورې کسان پکې وژل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

له دې وړاندې د جولايۍ په 12مه په ږوب کې په پوځي چاوڼۍ د بريد وروسته پاکستاني چارواکو ويلي د ټي ټي پي په بريد کوونکو وژل شوو پينځه ترهګرو کې د درېو تعلق د افغانستان سره وو. په ياد برید کې نهه پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

ويل شوي، طالبانو په وروستیو ليدنو کې د پاکستانه غوښتي چې د ټي ټي پي سره بيا خبرې پېل کړي خو پاکستان دغه وړانديز رد کړی او ويلي یې دي تېر کال د طالبانو په مينځګړيتوب او کوربه توب د ټي ټي پي سره خبرې "په بده توګه" ناکامه شوي ځکه ټي ټي پي د "پاکستان د ايين منلو او وسلې اېښودو څخه انکار "کړی وو.

پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوه کلونو کې پاکستان د ټي ټي پي بریدونه 70 فيصده سېوا شوي او يواځې سږ کال د ناامنۍ په پېښو کې د امنيتي اهلکارو په ګډون 450 کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ منلې د روان کال په اووه میاشتو کې د پوځ 120 عسکر او افسران وژل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG